Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: کندهار کې د انځرو حاصلات د تېر پرتله زیات شوي

admin by admin
2021/10/27

د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر نصر الله زهیر وايي، سږ کال د نورو کلونو  پرتله د انځرو حاصلات زيات شوي دي.

زهیر وايي،  په روان کال کې يې څه باندې ٢٠ زره ټنه انځر راټول کړي، خو په وینا یې  له پاکستان سره د لارې تړل کېدو له امله صادرات درېدلي او درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.

زهیر وايي، د  دې تر څنګ پر وچې او تازه ميوو د ګاونډيو هېوادونو له خوا د زياتې ماليې وضع کولو هم ورته زيان اړولى دى او تر اوسه يې د انځرو درېيمه برخه هم نه دي لېږلي.

زهیر زیاته کړه:« له پاکستان سره تړلو لارو نه یوازې زموږ تازه مېوو سوداګر سخت زیانمن کړي، بلکې د وچې میوې سوداګر هم سخت زیانمن شوي دي. همدا اوس د تازه مېوو تر څنګ څنګ د وچې مېوې سلګونه موترونه د تړلو دروازو شاته بند پاته دي.»

د وچو انځرو سوداګر وايي، د د لارې د تړل کېدو تر څنګ د پاکستان له لورې د وچو ميوو پر موټرونو د ماليې زياتوالي له امله سږ کال ورته په ميليونو افغانۍ زيانونه اوښتي دي.

دوى له دولت غواړي، چې له اروپايي هېوادونو سره يې سوداګريزي اړيکې  جوړې کړي.

د وچې مېوې سوداګر عبدالجمیل وايي:« زموږ حکومت ته په کار ده، چې د وچې میوې لپاره د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو لارو چارو هم ګټه واخلي، ځکه پاکستان سره د سیاسي کړکېچ له امله زموږ تازه او وچې مېوې هر کال د تړلو دروازو شاته خرابه کېږي.»

د مالوماتو له مخې، پاکستان له تېرو درېيو مياشتو د تورخم پر دروازه د وچې ميوې موټرونه درولي او اجازه يې نه ورکوي، چې دې کار سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist