د امریکا د خوراکي توکو او درملو اداره وايي، دغه واکسین د هغو ماشومانو لپاره دی، چې له ۵ کلونو تر ۱۱ کلونو عمر لري.
د فایزر دغه بڼه واکسین اعلان شوی، خو ویل کېږي چې یاده اداره به یې د تطبیق په اړه څو ورځې وروسته پرېکړه وکړي.
په پام کې ده، چې د راتلونکې اونۍ په پای کې به ماشومانو ته دغه واکسین تطبیق شي.
روغتیايي چارواکي وايي، د فایزر کوم ډوز چې لویانو ته ورکول کېږي د هغه دریمه برخه به ماشومانو ته تطبیق شي.
د امریکا د درملو او خوراکي توکو اداره وايي، د دغو واکسینو له ازمایښت وروسته دا څرګنده شوې، چې یاد واکسین ۹۱ سلنه د کرونا په مخنیوي کې ګټور تمامېږي.
دغه واکسین داسې مهال جوړېږي، چې د روسیې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ګواښ بیا زیات شوی او ګڼې پیښې ثبت شوې دي.