• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له سرپرست حکومته د زده کړو فعالانو غوښتنه؛ د اسلامي همکارۍ سازمان سپارښتنې ومنئ

اروپایي ټولنې او بريټانیا له سرپرست حکومت غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/25

په داسې حال کې چې څلور ورځې وړاندې په هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو د تېر په څېر له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې بندې پاتې شوې او سږکال هم د دوی پر ثانوي زده کړو  د سرپرست حکومت له لوري لګېدلي محدویتونه د څلورم کال لپاره پر خپل ځای پاتې شول.

دې ته د غبرګونونو په دوام، اروپایي ټولنې په هېواد کې د نجونو تعلیم او تحصيل له حق څخه ملاتړ کړی او  ویلي يې دي چې باسواده ښځې د یوه باثباته  او پر ځان بسیا افغانستان په جوړولو کې بنسټېز رول لري.

اروپايي ټولنې زیاته کړې:« افغانستان د اوږد مهاله انعطاف او هوساینې لپاره مهم دی. تعلیم یافته ښځې د خپلو حیاتي مهارتونو او پوهې په درلودلو سره د یوه پیاوړي، باثباته او له اقتصادي پلوه خپلواک هېواد جوړونکې دي. اروپايي ټولنه د زده کړو له حق ملاتړ کوي.»

 له دې سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د بریټانیا شارژدافیر د سرپرست حکومت له لوري د نجونو پر زده کړو محدویتونه غندلي او زده کړې يې د نجونو اساسي حق ګڼلی.

رابرټ ډېکسن ویلي، له سرپرست حکومت  یې غوښتي چې د نجونو پر زده کړو محدویتونه لرې کړي. ډېکسن دغه راز د ښځو او نجونو د حقونو تأمين مساله حیاتي بللې او له نړیوالې ټولنې يې هم غوښتي چې په دې موضوع خپل تمرکز زیات کړي.

هغه زیاتوي:« په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل کېدو سره به ۴۰۰ زره نورې نجونې له زده کړو منع شي چې له دې سره به له زده کړو د منع کړای شویو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو تنو ته ورسېږي. دا د نجونو او افغانستان دواړو لپاره ناورین دی. زده کړه د ټولو اساسي حق دی؛ نه ځانګړی امتیاز. موږ له طالبانو غواړو چې پر زده کړو لګولي بندیزونه لغو کړي.»

له دې سره هم مهاله ځینې زده کوونکې نجونې د سرپرست حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د محدویتونو له امله اندېښنه ښیې او یو ځل بيا له سرپرست حکومت غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې يې پرمخ پرانيزي.

یوه زده کوونکې وايي: « درې نیم کاله وشول چې زموږ پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې دي او موږ له زده کړو لرې یو. دا هغه څه دي چې موږ یې د راتلونکي په اړه اندېښمنې کړې یو. له حکومت غوښتنه کوو چې موږ ته هم د زده کړو اجازه راکړي.»

څلور ورځې وړاندې پوهنې وزارت په داسې حال کې نوی تعليمي کال پرانيست چې تازه يې د زده کوونکو د يونيفورم طرح بشپړه کړې، خو له څه باندې درېيو کلونو راهيسې د نجونو د تعليم دوام په اړه د طرحې پر جوړولو لا هم د حکومتي چارواکو په خبره کار روان دی.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو ډېره ضروري او اړینه برخه، د صحت برخه ده. د دې لپاره باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ خلاصې شي او خویندې حق ولري چې زده کړې وکړي او وکولی شي د افغانستان د راتلونکي نسل د ښوونې روزنې مسوولیت او په ښه راتلونکي کې یې ونډه واخلي.» 

له دې وړاندې زده کړې په تمه نه شي پاتې کېدای په نوم یوه بنسټ، ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام د دوی له بنسټېزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې وه او له سرپرست حکومت يې غوښتي چې عمر ته له پاملرنې پرته دې ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist