ایراني چارواکي وايي، د ګازو د مرکزونو مسوولین دغه کار ډېر غوسه کړي دي.
تر دې دمه کومې ځانګړې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو ایراني چارواکي وايي د دا ډول حرکتونو تر شا د امریکا لاس وي.
د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه ايي ته نژدې کسان وايي، په دې کار سره په مستقیم ډول دوی ننګول شوي دي.
د دغو سایبري بریدونو له امله څو ساعتونه خلک د تیلو او ګازو لپاره منتظر پاتې شول.
د ایران د ګازو پر مرکزونو کې دغه انټرنیټي بریدونه داسې مهال کېږي، چې ایران اوس هم د نړیوالو له سختو بندیزونو سره مخ دی.
تازه د امریکا په ګډون یو شمېر لوېدیځو هېوادونو څه نا څه لېوالتیا ښودلې، چې له ایران سره د اټومي هوکړې په تړاو خبرو ته کېني.