افغانستان له چین غوښتي، چې دغه هېواد ته د ونیکس ماربل، قیمتي بوټو، کیشتې، بادام، وچو انځرو، پستو، اینجې او په ځانګړې ډول د جلغوزیو صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
چین ویلي، په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ کار وکړي او هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د چین د بهرنیوچارو وزارت ویلي، هېواد یې د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او ژمنه یې کړې، چې د افغانستان بیارغونې په برخه کې به خپل رول ولوبوي او ترڅنګ به یې له افغانستان سره بېړنیو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
چین او افغانستان هوکړه کړې، چې په ګڼو برخو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لاپراختیا په موخه په راتلونکي کې هم ګډی ناستي کوي او ګډ میکانیزم به رامنځته کېږي.