Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ګراهم: د القاعدې پر وړاندې مبارزه کې د  طالبانو نه همکاري  له امریکا سره د جګړې اعلان په مانا ده

admin by admin
2021/10/26

د امریکا متحده ایالتو مخکښ جمهوریت پال سناتور لینډزي ګراهم له فاکس نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، طالبانو د القاعده شبکې په مهارولو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د همکارۍ وړاندیز رد کړی دی.

ګراهم ویلي، په افغانستان کې القاعده او داعش وسله والې ډلې بیا د فعالیدو په حال کې دي او په داسې وخت له دوی سره د طالبانو نه همکاري له امریکا سره د طالبانو د جګړې اعلان په مانا ده.

ګراهم   زیاته کړې:« القاعدې قسم کړی دی،چې امریکایان به وژني. دا چې طالبان له موږ سره مرسته نه کوي،چې دغه ډله مهار کړو او له دغو جنګیالیو څخه ساتنه کوي، دا له امریکا سره د طالبانو له خوا د جنګ د اعلان په مانا دی.»

د ولسمشر جو بایډن دغه منتقد وایي، د افغانستان ناورین لا پای ته نه دی رسیدلی او په وینا یې دغه هېواد لا هم د امریکا لپاره ګواښ دی.

 ګراهم د افغانستان بشري ناورین په اوس کې د ځمکې پر سر تر ټولو لوی ناورین بللی او ولسمشر بايډن یې د دې هر څه مسوول یاد کړی دی.

 ګراهم زیاتوي:«که تاسو د افغانستان د سقوط په موضوع کې د کوم پړ کس په لټه کې یئ،نو جو بایډن دې خپل ځان په هنداره کې وګوري. بایډن زما په ټول عمر کې تر ټولو ناکاره او ناکامه ولسمشر دی. د هغه هېڅ پلان کارنده نه و او د پوځ سلا مشورې یې هم و نه منلې.»

ګراهم ویلي، ښايي بایډن دهغو ۳۵۰ تر ۷۰۰ امریکایانو راېستلو په اندیښنه کې وي،چې اوس په افغانستان کې بند پاتې دي،خو په وینا یې امریکا باید دا له یاده ونه ‌باسي،چې هلته لا هم زرګونه هغه افغانان بند پاتې دي،چې تېرو شلو کلونو کې یې له  امریکایانو سره مرسته کړې ده.

د ګراهم له دې خبرو دوه ورځې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ول،چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ماتې خوړلې وه او اړ وه،چې له طالبانو سره د خبرو لار غوره کړو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist