Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ محکمه د څلورو ولسوالیو خلکو قضیو ته رسیدنه کوي

admin by admin
2021/10/26

د افغانستان اسلامي امارت د مخکیني طرزالعمل له مخې،د پکتیا څمکنیو محکمه له دغې ولسوالۍ سربېره، د جاني خیلو ، پټان او سیدکرم ولسوالیو خلکو قضیو ته هم رسېدنه کوي.

د څمکنیو ولسوالۍ د حقوقو مدیر امین الله کمال وايي،د خلکو د قضیو په اړه حقوقو مدیریت، مصلحین او محکمه پریکړه کوي او هره ورځ تر لسو پورې قضیو ته رسېدنه کوي.

کمال  زیاته کړه:« کومې قضیې چې دلته حقوقو کې او د مصلحینو له لوري حل نه شي،  هغه بیا محکمې ته لېږل کیږي،څکمنیو ولسوالۍ کې د څلورو ولسوالیو، څمکنیو،پټان، جاني خیلو او سیدکرم ولسوالیو قاضي ناست دی. موږ هڅه کوو،چې ډېری قضیې دلته حقوقو مدیریت کې حل کړو،ځکه په قاضي کار ډېر دی.»

څلور میاشتې وړاندې څمکنیو ولسوالۍ کې  د اسلامي امارت له لوري عدلیي او قضایي اداره فعاله شوې او په ټولییز ډول یې تر اوسه پورې  له زرو ډېرې قضیې وروستۍ کړي دي .

د څمکنیو ولسوال عزت الله مخلص  وايي:«که تاسو د هغې احصایې سره سم حساب وکړي، چې هره ورځ نږدې موږ لس فیصلې کوو، څه د قضا له لارې، څه د مصلحینو له لارې،نو تیرو څلورو میاشتو کې مو ګڼ شمیر پریکړې کړي دي .»

خلک بیا  هره ولسوالۍ کې د عدلیي او قضایي ارګانونو د پرانېستلو غوښتنه کوي،ترڅو پر وخت د خلکو قضیو ته رسېدنه وشي.

د  څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی نقیب الله وايي:« د څلورو ولسوالیو پر سر یو قاضي دی. موږ له اسلامي امارته غواړو،چې هره ولسوالۍ کې محکمې فعالې کړي،ترڅو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.»

ځایي مسوولین وایي، ټولو ولسوالیو کې د عدلیي او قضایي ادارو د فعالیدو په اړه د اسلامي امارت طرزالعمل د وروستي کیدو په حال کې دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist