Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صادق خان بيا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو

کابل ته د صادق خان راتګ؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مهمو مسایلو به بحثونه وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/23

د کابل او سلام‌اباد له لوري پر يوه بل د وسله‌والو تملويل او ملاتړ تورونو پایله کې د اړيکو له خړ پړېدو وروسته، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی  محمد صادق خان کابل ته راغلی.

د اسلامي  امارت ویاند وايي له نوموړي سره به پر لوړه کچه پر هغو مهمو مسايلو خبرې وشي، چې وړاندې پېښ او يا هم په راتلونکي کې يې د پېښېدو اټکل دی.

ذبیح الله مجاهد که څه هم د يادو مسايلو په اړه بشپړ وضاحت نه دی ورکړی، خو د تورخم لارې تړل کېدل، د سوداګرو ستونزې، د کډوالو ځورول او ځيني نور هغه د افغانستان له ادرسه مطرح کېدونکي موضوعات بللي.

مجاهد زیاتوي:« د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځینې موضوعات چې پېښېدونکي دي، یا پېښ شوې دي، پر هغو باندې به خبرې کوي. د دروازو تړلو موضوع ده، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ځینې ستونزې کله کله پېښيږي، د افغان تجارانو لپاره ځينې ستونزې، افغان مهاجرینو لپاره ستونزې پېښیږي، د دې ټولو موضوعاتو په اړه به بحث وشي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  مولوي امیر خان متقي سره د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزېټ او د ولسونو تر منځ پر تګ راتګ خبرې شوې.

متقي په ټرانزیټي لارو او تجارتي برخو کې خنډونه د هېڅ لوري پر ګټه نه ګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاد تکل په دې اړه وايي:«  د هېواد بهرنیو چارو وزیر پاکستاني لوري ته یاده کړه چې پر ټرانزیټي لارو او تجارتي برخو کې خنډونه د هېڅ لوري پر ګټه نه دي او ټینګار یې وکړ چې پکار ده دا مسایل له یو بل سره ونه تړل شي. همدا راز د بهرنیو چارو وزیر  یادونه وکړه چې پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین باید د جبري ایستلو پر ځای په تدریج سره او ابرومندانه بڼه خپل هېواد ته راستانه شي.»

 د تکل په خبره، د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې پر ګټه بللی او افغانانو ته يې د وېزو ورکړې او پاکستان ته يې د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه کړې.

تکل زیاته کړې:« همدا راز په ناسته کې د پاکستان ځانګړي استازي افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې پر ګټه وباله او ژمنه یې وکړه چې افغانانو ته د وېزو ورکړې او پاکستان ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې به اړین اقدامات کوي او ه م به د تجارت او ټرانزیټ په برخو کې د شته ستونزو د حل پر لوري عملي ګامونه پورته کړی شي.»  

د سیاسي چارو شنونکي بيا کابل ته د محمد صادق خان د سفر په اړه بېلابېل نظرونه لري.

 يو شمېر يې دا سفر په قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې د روانو ناامنيو د کابو کولو په موخه د کابل د همکاريو جلبولو هڅه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی  ادریس محمدي ځاځی وايي:« د دغه شان چارواکو راتګ افغانستان ته په هغه معیار او ډول نه وه د څه لپاره چې دوی نیت کړی و او افغانستان ته راغلي وو.»

ځينې نور بیا لاهم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاسیتونو ته د شک په سترګه ګوري او وایي،  کابل او اسلام‌اباد دې د اړیکو پیاوړتیا لپاره د باور فضا جوړه کړي.

د نړیوالو اړیکو کارکارپوه سیمر انګار وايي:« د کابل او اسلام ا باد ترمنځ د اړیکو ښه والي لپاره باید باور جوړونه، اقتصادي همکاري او ډېپلوماټیک تعامل مهم دي.»

شاوخوا څلور میاشتې وړاندې هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل ته راغلی و او هغه مهال یې د کورنيو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج‌الدين حقاني او د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امير خان متقي سره د افغانستان او پاکستان تر منځ د ستونزو پر حل او د اړیکو پر ښه ‌والي غږېدلی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist