د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نوې طرحې له مخې به امریکایان په ځانګړې ډول افغان کډوال سپانسر کوي او هلته یې مېشت کوي.
یاد وزارت وايي، د دې طرحې پر اساس به لږ تر لږه ۵ تنه د افغانانو د مېشتولو او سپانسر کولو غوښتنه کولی شي.
دا پروګرام د کډوالو برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې یو لوی بدلون دی.
تر دې وړاندې د ولسمشر جو بایډن حکومت په پام کې لرل، چې د خصوصي سپانسرشیپ پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې پیل کړي.