مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني، طالب مشرانو او د مخکني حکومت پخوانیو غړیو د افغانستان پر بري خوښې ښودلې.
غني پر خپله ټویټر پاڼه کې د لوبې د غوره لوبغاړي مجیب الرحمان د انځور خپرولو تر څنګ ولس ته مبارکې ورکړې او لوبغاړي یې ستایلي دي.
غني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت پر شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې، چې دا ملت ژوندی دی او هېڅوک يې يرغمل نه شي ساتلی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم افغان ولس ته په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبې ګټلو مبارکې ورکړې او ملي لوبډلې ته یې د لا زیاتو بریاوو هیله کړې.
انس حقاني بیا په لنډه جمله کې لیکلي، افغانستان وګتله.
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي بیا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغان لوبغاړو ښې لوبې افغانستان ته عزت او خوشحالې ور وبښله.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر خپله ټویټر پاڼه کې د لوبې هغه انځور خپور کړی، چې څو تنو د افغانستان ملي بیرغ نیولی او افغان لوبغاړي د ملي سرود اوریدو ته ولاړ دي.