Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ایران د افغانستان په اړه د سیمې پر کچه سبا ناسته کوي

admin by admin
2021/10/26

ټاکل شوې ده، چې د اکتوبر میاشتېې پر ۲۷ مه نېټه ایران د افغانستان په اړه د سیمې پر کچه د سترې ناستې کوربه وي.

ایران دغې ناستې ته د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ورغوښتي او دافغانستان په تړاو به مخامخ بحثونه وکړي، خو تر اوسه طالبانو سره نه د ناستې اجنډا شریکه شوې او نه هم دګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي  د طالبانو له ګډون پرته د تهران پر کوربتوب دغې ناستې ته تمه نه لري او ناسته کې د طالبانو نه شتون د کابل او تهران د صفونو جلا کېدو په مانا بولي.

د تحلیل کوونکو په وینا، ایران په سیمه کې خپلې موخې ته رسېدلی، هغه له افغانستان څخه د امریکا وتل دي.

تحلیل کوونکی صلاح الدین سعیدي وايي:« د افغانستان په قضیه کې د پاکستان اوسنۍ غوښتنې، چې د نظام ړنګول و، هغه سرته ورسېدل. د ایران عمده غوښتنه چې د امریکا ماتول په سیمه کې وو، سرته ورسېدل، دا هغه مرکزي نقاط وو، چې ایران یې د طالبانو په اصطلاح متحد کړی وه. اوس که په ایران کې دې ناسته کې طالبان ګډون نه کوي، دا هغه ابتدایي مراحل دي، چې د طالبانو او ایران ترمنځ د انشقاق مرحله پیل کېږي او صفونه سره بیلېږي.»

تحلیل کوونکي وايي، سره له دې چې افغانستان په اوسني وضیعت کې د نړیوالو هڅو ته اړتیا لري، خو د افغانستان ګاونډي هېوادونه هڅه کوي، د ناستو محور پر خپلو ګتو راوڅرخوي او پر افغانانو خپلې غوښتنې ومني.

تحلیل کوونکي طالبان هم ملامت کوي، چې د نړیوالو غوښتنو ته یې غاړه نه ده ایښې او پر هغه کلک دریځ ولاړ دي، چې یو شمېر هېوادونه یې نه غواړي.

تحلیل کوونکی میرویس اشفته وايي:« ډېری وخت داسې راپیښ شوي دي، کله یو ګوند واک ته رسېږي،  بیا د قدرت د وېش په برخه کې ناسازه کېږي دا مشکل طالبانو ته هم پېښ شوی دی. دوی دننه تضادونه او جنجالونه لري، چې اوس راښکاره شوي. بل دا چې طالبان دولت یو جنګي غنیمت بولي او فکر کوي چې دوی پر وړاندې بل بدیل نه شته نو نرمښت نه کوي. دا چې یو فراګیر کثرت ګرا حکومت جوړ کړي پاتې راغلي او دننه تضادونه لري، کله چې نړیوال ګوري، دوی په دې مواردو پایلې ته نه رسېږي نو دوی غواړي، ډېر دوی سره په هر مورد کې خبرې ونه لري.»

د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو پرمهال ښې شوې او تهران د طالبانو دهغه دریځ ننګه کوله، چې په افغانستان کې یې د امریکا پوځي حضور د نه منلو په ‌تړاو غوره کړی و،  خو اوس چې طالبان واک ته رسېدلي داسې ښکاري، چې د کابل اوتهران ترمنځ بې باوري رامنځته شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist