راپورونه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله وایي، د روسیې فارمټ کې ګډونوال هېوادونه اوس د اسلامي امارت د پر رسمیت پیژندلو باندې غور کوي او په خبره یې ملګري ملتونه هم په ورته تګلاره کار کوي.
ضمیر کابلوف ویلي، د روسیې فارمټ نږدې ټولو ګډونوالو پر دې هوکړه کړې، چې د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو باندې به کار وکړي.
کابلوف ویلي، ځینو هېوادونو پر دې ټینګار کاوه، چې باید افغان خاوره د نورو خلاف ونه کارول شي او له نشه یي توکو سره جدي مبارزه وشي، چې په وینا یي اسلامي امارت په دې تړاو ډاډ ورکړی او پر جزیاتو به یې نور کار هم وشي.
نوموړي ویلي، د ملګرو ملتونو تخنیکي کمېټه هم پر افغانستان د بندیزونو پر لرې کېدو غور کوي او پر دې جدي کار روان دی.
نوموړي زیاته کړې، تخنیکي چارې کومه ستونزه نه لري، چې ژر به دا بهیر بشپړ شي.