روسي پوځیان وايي، تمرینونه یې له افغان خاورې د ور پېښېدونکو ترهګریزو ګواښونو ته د چمتووالي لپاره پيل کړي دي.
د سیمې د امنیتي هوکړې قوماندان ستانېسلاو زسیا وايي: «موږ دلته تمرینونه د دې لپاره کوو، چې د ورانکارو غیر قانوني وسله والو او ترهګرو ګروپونو ګواښونه موجود دي او دا باید تاسې هم راسره ومنئ. دا موږ ته مستقیم ګواښ دی. زموږ هېوادونو او افغانستان لپاره.»
د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه کې هم وړمه ورځ په یوه پوځي اډه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مخامخ جګړې تمرینات ترسره شوي، چې پرمختللې وسلې په کې ازمایښت شوې دي.
د روسیې ۲۰۱ پوځي اډې قوماندان یوجیني ارکېمېنکو وايي: «له تېرو دوو میاشتو راهیسې، نوي جګړه ییز وسایط، لکه بي ایم پي ۲ او د وېربا په نوم نوی دفاعي سيسټم دې اډې ته راځي او ازمایښت کېږي. په دې اډه کې د ټانک د توغندي ضد تجهیزات هم موجود دي. د کال تر پایه به دا پوځي اډه پر نورو پرمختللو تجهیزاتو هم سمبال شي.»
دغه روسی پوځي قوماندان په دې اند دی چې له افغانستانه ورته د احتمالي ګواښونو کچه پر زیاتیدو ده.
هغه وايي،دوی خپله ټوله هڅه کوي چې له افغان خاورې د ترهګرۍ ګواښونو ته ځان چمتو کړي.
د روسیې ۲۰۱ پوځي اډې قوماندان یوجیني ارکېمېنکو وايي: «په افغانستان کې روان وضعیت پر دغې پوځي اډه مستقیم اغیز نه دی کړی، خو موږ باید د ترهګرۍ هر ډول ګواښ ته چمتو اوسو.»
دغه پوځي مانورونه چې له څو ورځو د افغانستان او تاجکستان ګډې پولې ته په پنځه کیلومټرۍ کې روان دي، ۱۵۰۰ تاجکي او څه باندې ۵ زره روسي ځواکونه په کې برخه لري او د پرمختللو وسلو سربېره څه باندې ۷۰۰ جنګي نقلیه وسایط په کې کارول کیږي.