Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: طالبانو سره د امریکا مذاکرات د ماتې جبران لپاره بدیله لار وه

admin by admin
2021/10/25

د افغان سولې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سي بي ایس خبري شبکې سره مرکه کې ویلي، امریکایي ځواکونو هڅه وکړه، چې د جګړې ډګر کې پر طالبانو لاس بري وي، خو هڅو یې پام وړ پایله نه درلوده.

خلیلزاد ویلي: »د سولې مذاکراتو موخه دا وه، چې موږ جګړه نه ګټو او وخت زموږ په ګټه نه و. نو غوره وه چې ژر توافق وکړو نه په ځنډ سره».

خلیلزاد د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غنی تورن کړی، چې تېښتې سره یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وپرځول.

که څه هم مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې د جګړې مخنیوي لپاره له کابله ووت، خو خلیلزاد وایي، غني کولی شول  د سولې لپاره، یو کال یا شپږ میاشتې وړاندې استعفا وکړي.

خلیلزاد د القاعده په ځپلو کې امریکا بریالۍ بللې، خو ولسواکي او د ډېموکراټیکو ارزښتو پلي کولو کې یې ناکامه ګڼلې.

خلیل زاد دا هم ویلي، چې امریکا غوښتل د سولې خبرې یوه بېله پایله ولري، نه هغه څه چې د اګست پر مه۱۵ نیټه پېښ شول.

نوموړي زیاته کړې، امریکا غوښتل د سولې خبرې یوه بېله نتیجه ولري، نه داسې څه چې د اګسټ پر ۱۵مه پېښ شول.

خلیلزاد دا هم وایي، چې که اسلامي امارت و نه ‌شي کړای، یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، افغانستان سره به د امریکا اړیکې عادي نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist