Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان یوځل بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې د دوی ضد وسله والو ته پناه ورکړل شوې

پاکستان یوځل بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې د دوی ضد وسله والو ته پناه ورکړل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/20

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په یوې تازه ټلویزیوني مرکه کې یوځل بیا ادعا کړې چې په افغان خاوره کې د پاکستان ضد وسله والو ته پنا ورکړل شوې ده.

خواجه آصف خبرداری ورکړی، که افغانستان وسله والو ته پناه ورکول ونه دروي، د پاکستان پوځ به د اړتیا په صورت کې د افغانستان په داخل کې عملیات وکړي.

دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي ویلي، چمتو دي چې د وسله والو ډلو د تعقیب لپاره د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات ترسره وکړي.

آصف زیاته کړې: « ټي.ټي.پي وسله والو ته په افغانستان کې پناه ورکړل شوې ده. موږ د خپلو خلکو دوښمن د تعقیب لپاره هرځای ته ورځو؛ موږ چمتو یو چې د افغانستان په خاوره کې نظامي عملیات وکړو.»

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر بېړنۍ امنیتي غونډې ته خبرو کې ویلي، پاکستاني ترهګرو پسې به د افغانستان په خاوره کې دننه پوځي عملیات وکړي.

اسلامي امارت تازه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له وړاندې يې خبر داری ورکړی و چې له خپلي ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه کوي او هېچا ته به پر افغان خاوره د بريد کولو اجازه ور نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د پاکستان خاوره د افغانستان پرضد  کارول شوې، نه د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې،  دا چې اوس اسلام اباد د برعکس حالت ادعا لري، دا له حقیقت لرې خبره ده.

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمان شهاب وايي:« دا چې پاکستان ادعا کوي چې ګواکي افغانستان دوی ته مشکل جوړوي، دا د خندا وړ خبره ده او شک نه شته چې نړۍ هم باید ورته وخاندي. په دې اوس ټول پوهېږي چې ترهګري د پاکستان تولید دی، د دوی تجارت دی، د پاکستان د پوځ د عوایدو او بقا سرچینه ګڼل کېږي.»

ځینې نور بیا وايي، ترهګر د پاکستان روزل شوې ډلې دي او د دې هېواد خلک اوس د پوځ د غلطو پالیسیو پایله ګوري.

دوی ټینګار لري چې اسلام اباد ته  په کار ده چې خپلې داخلي ستونزې خپله حل کړي او پړه یې پر نورو وا نه چوي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « اصلي خبره دا ده چې سخت دریځې ډلې د پاکستان له خوا روزل شوې دي، د دوی له خوا حمایه شوې او انګېزې ورکړل شوې دي. اوس چې دوی خپله ورسره لاس په ګرېوان دي، نو دوی به هم دا بیه پرې کوي.»

دا لومړی ځل نه دی بلکې له وړاندې هم پاکستان پرافغان لوري دغه ډول تورونه پورې کړي، خو کابل په کلکه رد کړي او ډاډ یې ښودلی چې د افغانستان له خاورې به چاته ګواښ پیښ نه شي.

 کتونکي په دې باور دي چې پاکستان د خپلو داخلي ستونزو په حل او د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او اوس د خپل ولس د چوپتیا لپاره پر افغانستان بې بنسټه تورونه پورې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist