د سویډن د پراختیايي چارو وزیر پیر اولسن فرید خبرداری ورکړی، چې افغانستان د سقوط او پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی.
نوموړي تېره ورځ په دوبۍ کې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، که نړیواله ټولنه مرسته ونه کړي افغانستان به ډېر ژر ناورین ته داخل شي.
اولسن فرید ویلي، افغانستان د سقوط او پاشل کېدو په څنډه ولاړ دی او دا سقوط تر هغه څه، چې موږ یې فکر کوو، ژر پېښیږي.
د سویډن دغه وزیر منلې، چې اقتصادي بحران ترهګرو ډلو ته چاپېریال برابروي، خو ټېنګار یې کړی، چې افغانستان ته به د طالبانو له لارې مرستې ونه لېږي.
هغه ویلي، سویډن به د افغانستان له مدني ټولنو سره بشري مرستې زیاتې کړي.