شنونکی میربت خان منګل وايي:«اساسي ستونزه دا ده،چي دواړه لوري دې پر داسي پلان هم کار وکړي،ترڅو هلته ستونزي رامنځته نه شي او وروسته د خلکو د مرګ ژوبلې سبب ونه ګرځي.»
سوداګر هم نیوکه لري،چې له ورځو ورځو راهیسې یې تورخم ښارګوټي کې په توکو بار موټر ولاړ دي او د ګڼې ګوڼې له امله ورته درانه مالي زیانونه اوښټي دي.
سوداګر احمدشاه سوداګر وايي:« په تورخم که څه هم ستونزې د پاکستاني لوري له خوا دي خو بیا هم ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده. سوداګرو سلګونه زره زیان اړولی دی.»
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي طالب مشرانو سره کابل کي ژمنه کړي وه،چې لارې به د خلکو پر مخ پرانېستل کېږي،خو پاکستاني پوځيانو دغه ژمنه نه ده عملي کړې او لارې یې بیا تړلې دي.