Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/19

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه ‌لیک له مخې په افغانستان د یو بل کال لپاره د یوناما ماموریت اوږد کړ.

په دې تړاو رابلل شوې ځانګړې ناسته کې د یادې شورا ټولو ۱۵ غړیو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) ماموریت تمدید ته مثبته رایه ورکړه او پر ګډه یې له دې پرېکړې هرکلی وکړ.

یوناما پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:« امنیت شورا نن پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۶زېږدیز کال د مارچ تر ۱۷مې وغځوي او د خپلو ټاکل شویو دندو او لومړیتوبونو د پلي کولو په برخه کې د روانو هڅو هرکلی هم کوي.»

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې د یوناما له هڅو ستاینه کړې او د ماموریت د غځېدو په تړاو يې د غړو هېوادونو غوڅ دریځ د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ د ملاتړ نښه بللې.

ډوروټي شې د یوناما ماموریت په افغانستان کې د بشري بحران مدیریت، اقتصادي ثبات او سولې او ټیکاو ته د رسېدو په موخه ملاتړ یاد کړی او پر سرپرست حکومت یې هم غږ کړی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

هغې زیاته کړې: « امریکا په افغانستان کې د یوناما د هڅو ستاینه کوي. موږ درک کړې چې دوی په ستونزمنو او ان ګواښمنو شرایطو کې اړین فعالیتونه کوي. د یوناما راپورونه د افغانستان په تړاو د امنیت شورا د پرېکړو د خبرتیا په برخه کې مهم دي. د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د تېرې اوونۍ د راپور پر اساس او لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو خپلواکې ارزونې کې هم ورته کتنه شوې، دا اوس طالبانو پورې اړه لري چې څنګه خپل تمایل وښيي؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کړو ژمنو پر لور اړین ګامونه پورته او افغانستان ته ورګرځېدلي نړیوالو قانوني مکلفیتونو ته درناوی ولري.»

په امنیت شورا کې د روسیې د دایمي استازي مرستیالې د یاد ماموریت تمدیدېدل په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ته د ژمنتیا روښانه پیغام یاد کړی.

انا افستېګنیوا د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ غوښتنه کړې چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره عملي تعامل جاري وساتي، ترڅو په خبره یې په ګډو مسایلو بحثونو ته لار هواره شي. 

هغې په دې اړه ویلي: « موږ په دې باور یو چې د یوناما له هڅو د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوامداره ملاتړ افغانانو ته دا روښانه پیغام لېږدوي چې نړیواله ټولنه له مودو راهیسې هغه ځورېدلي هېواد کې د سولې او ثبات راوستو ته ژمنتیا لري چې له کلونو راهیسې ورته په تمه دی. هغه څه چې د یوناما لپاره اړین و او لا هم دي، هغه د سرپرست حکومت له چارواکو سره د عملي تعامل ساتل دي، ترڅو د یوناما د ماموریت تر چتر لاندې پر ډېرو مسایلو بحثونه وشي.»

د چین استازي هم له دې پرېکړې هرکلی کړی او دغه پرېکړه لیک یې د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته د دې شورا تعهد بللی. 

امنیت شورا کې د چین استازي فو کونګ دغه راز د افغانستان د پراختیا، له نشه ‌یي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه د نړیوالې ټولنې مکلفیت بللی او له اسلامي امارت یې هم غوښتي چې د نړیوالې ټولنې له مشروع غوښتنو په څنګ نه شي.

فو کونګ زیاته کړې:« افغانستان د سولې او بیارغونې په برخه کې په حیاتي پړاو کې دی. دا د نړیوالې ټولنې مکلفیت دی چې په سملاسي ډول د پراختیا، بشري مرستو، د نشه ‌یي توکو کنټرول او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې له دې هېواد سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د دې ترڅنګ مثبتو تعاملاتو ته د رسېدو په موخه له سرپرست حکومت سره لا ډېره ښکېلتیا یوه اړتیا ده. موږ هیله لرو چې د افغانستان سرپرست حکومت هم د نړيوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي او په دې برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي.»

خو له دې ورهاخوا، د تېر په څېر د پاکستان د استازي وینا تر ډېره بریده پر خپلو ادعاوو او غوښتنو ورټوله وه.

منیر اکرم په خپلو خبرو کې له امنيت شورا غوښتي چې له افغانستانه دغه هېواد ته د ترهګرۍ د ورپېښو ګواښونو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

اکرم زیاته کړې:« امنیت شورا او د هغې د ترهګرۍ ضد برخه باید د افغانستان دننه او بهر د ترهګریزو ننګونو په تړاو زموږ د پرېکړو پلي کولو په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي. په ځانګړي ډول د داعش خراسان، القاعدې، ټي‌.ټي.‌پي، بلوڅ آزادي غوښتونکو او مجید برګېد پر وړاندې. یادې ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍ سولې او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي. پاکستان به په دې برخه کې ځینې مشخص ګامونه پورته کړي، ترڅو ملګري ملتونه وکولی شي دغو موخو ته ورسېږي.»

سرپرست حکومت په افغانستان کې د یوناما ماموریت پرېکړې ته په غبرګون کې له دې ادارې غوښتي چې په خپل را روان ماموریت کې له نړيوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل ته لار هواره کړي.

د سرپرست حکومت چارواکو له یوناما دا هم غوښتي چې په نړیوال سټېج کې د افغانانو د حقونو ملاتړ وکړي او د افغانستان عیني واقعیتونه منعکس کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « موږ له یوناما غواړو لکه څرنګه چې لازمه ده، دغه استازولي باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا، په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو په ملاتړ او په سم انعکاس، د افغانستان د خلکو د نړیوالو حقوقو د ترلاسه کولو، د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د افغانانو شتمنیو د غصب پای ته رسولو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان کرسۍ بېرته افغانانو ته په سپارلو تمرکز وکړي.»

له دې وړاندې سرپرست حکومت د یوناما تېر ماموریت موثر نه و بللی او دغه اداره یې د افغانستان په تړاو د ناسمو راپورونو په خپرولو تورنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist