د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي دي،چې په شمال زون کې د مزار قول اردو له تعلیمي مرکزه د اسلامي امارت ۴۰۰ سرتېري له یوې میاشتنۍ نظامي زده کړو فارغ شول.
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې دغه روزل شوي ځواکونه به د شمالي ولایتونو د امنیت لپاره پر دندو وګومارل شي
خبرپاڼه کې د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه له قوله ویل شوي،چې د یوه هېواد د ساتنې او ملي نوامیسو څخه د دفاع لپاره منظم جګړه ییز ځواک ته اړتیا ده.
والي له دغو تازه فارغ شویو ځواکونو غوښتنه کړې ده،چې د ولس د ارامۍ او سوکالۍ لپاره دې شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په اعلامیه کې راغلي چې یادو مراسمو کې د اسلامي امارت د شمال زون لوړپوړو ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی وو.