د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له استعفاء وروسته په خپله لومړۍ مرکه کې ویلي، طالبانو ژمنه کړې،چې القاعده او نورو ترهګرو ډله ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی د کنټرول لاندې سیمو نه پر امریکا او نورو متحدینو بریدونه وکړي یا یې له افغانستانه پلان کړي.
خليلزاد وایي، د القاعدېمشر ایمن الظواهري ښايي افغانستان یا څېرمه سیمه کې وي،خو طالبانو ده ته ویلي،دوی نه پوهیږي چې الظواهري چېرته دی.
هغه وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ بې باوري شته او یوازې د دوی په خبرو باور نه شي کیدای
د امریکا دغه پخوانی استازی وايی،د همدې بې باورۍ له امله امریکا غواړي،د هوا له لارې څار وکړي،چې طالبان خپلې ژمنې څومره عملي کوي او که اړتیا وي عملیات وکړي.