په تېرو دوو مياشتو کې لویو بندرونو کې د وارداتو او صادراتو برخو کې شته ستونزو، بهر ته د پيسو پر لېږد محدودیتونو او د ډالرو بیې لوړېدو د افغانانو اقتصاد ځپلی او ورځ تربلې په بازارونو کې د توکو نرخونه په لوړېدو دي، خو د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند له شمشاد سره په تازه مرکه کې ویلي، زیاتره لویو بندرنو کې ستونزې حل شوي او په خبره یې اقتصادي راکړه ورکړه دوام لري.
مومند زیاتوي:« د خدای تعالی شکر دی ما درته وویل، زموږ صادرات په ښه شکل روان دي، هم د حيراتانو له لارې، هم د تورخم له لارې ، هم د سپين بولدک او هم د تور غونډۍ له لارې. د ټولو بندرونو له لارې هم واردات لرو او هم صادرات لرو.»
پر پاکستان نیوکې دي،چې افغانستان کې د تازه ميوو په رسېدو سره په قصدي توګه د تورخم او سپین بولدک لارې تړي، چې له امله یې افغان سوداګرو او بڼ والو ته درانه مالي زیانونه اړوي.
خو د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وايي، د دې ستونزې د دایمي حل لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.
مومند زیاته کړه:« څه موده مخکې يا يوه مياشتې مخکې پاکستان زموږ د هېواد پر ټولو مېوو ټيکس پورته کړ. بيا موږ بېرته مکتوبونه او د سوداګرۍ خونې په واسطه باندې موږ دا ټيکس راښکته کړ او په عادي حالت شو.»
مومند د اوسني اقتصادي ناورین یو لامل د امریکا له لوري د افغانستان ۹.۶ ميليارده ډالرو کنګل یادوي او ټینګار کوي،که دغه پانګه ازاده شي،شته ستونزې ورسره حل کیدای شي.
تورخم، سپين بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ او يو شمېر نور هاغه بندرونه دي،چې افغان سوداګر پرې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره سوداګريزه راکړه ورکړه تر سره کوي.