Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حشمت الله شهیدي او ګلبدین نایب د اتصالات مخابراتي شرکت سوداګریز سفیران وټاکل شول

حشمت الله شهیدي او ګلبدین نایب د اتصالات مخابراتي شرکت سوداګریز سفیران وټاکل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/18

اتصالات مخابراتي شرکت په کابل کې د یوې غونډې پرمهال د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهيدي او ملي لوبغاړی ګلبدين نايب د خپلو سوداګريزو سفيرانو په توګه اعلان کړل.

 د اتصالات مخابراتي شرکت چارواکي وايي، د ورزش او په ځانګړې توګه د کرېکټ د ودې په برخه کې هر ډول همکاريو ته چمتو دي.

د اتصالات د اړيکو مسوول کفایت ‌الله نبي ‌خېل وايي: « موږ نن ورځ د کرېکټ ډګر دوو ځلانده ستورو حشمت الله شهیدي او ګلبدین نایب ته له اتصالاتو شرکت سره د تجارتي سفیر په توګه رسمي قراردادونه ورکړل. اتصالاتو د ملي لوبډلې هره لوبه تمویل کړې او د ۲۰۲۵ کال لپاره به هم د ملي لوبډلې د تمویل قرارداد ولرو.»                       

د کرېکټ ملي لوبډلې ځيني لوبغاړي هم د ورزش ودې په برخه کې د اتصالات مخابراتي شرکت هڅې ستايي او په دې برخه کې د ياد شرکت د همکاريو د دوام غوښتنه کوي.

د اتصالات مخابراتي شرکت سوداګريز سفير حشمت‌الله شهیدي وايي: « ډېر خوښ یم چې یوځل بیا له اتصالات مخابراتي شرکت سره تړون لاسلیک کوم. زه له اتصالات شرکت ډېره مننه کوم چې له لومړۍ ورځې راهیسې د سپورټي ادارو ملاتړ او همکاري کوي.»

دوی دغه راز له نورو سوداګرو هم غواړي چې د بهر پر ځای په کور دننه له پانګونې سره نورو ځوانانو ته هم د کار کولو فرصت برابر کړي او په دې توګه په هېواد کې د بېروزګارۍ مخه ونيسي.

د اتصالات مخابراتي شرکت سوداګريز سفير ګلبدین نایب وايي: « دا له اتصالاتو سره زما لومړنی سفر دی او هڅه به وکړم چې خپل هېواد ته ویاړونه راوړم. زه په افغانستان کې د اتصالات له مشرتابه مننه کوم او خوښ یم چې په دې سفر کې له اتصالاتو سره یم. همدارنګه زه په ټولو سوداګرو غږ کوم چې راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي.»

په دې وروستيو کې د کرېکټ په شمول په ټولو برخو کې له ورزش د خلکو ملاتړ زيات شوی او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې ورزشکارانو ته د ورزش کولو کافي زمينه برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist