د رویټرز خبري اژانس ویلي،د امریکا متحده ایالت هغه افغان پیلوتان او د افغان هوايي ځواک پرسونل باسي،چې له څه باندې دوه میاشتو راهېسې په تاجکستان کې دي.
یاد اژانس د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یو چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شوي،خبر ورکړی چې امریکا په یو ځل غواړی۱۵۰ افغان پیلوټان او د افغان هوايي ځواک پرسونل ولیږد وي،خو کره وخت یې نه دی ښودلی.
وروسته له هغې چې اسلامي امارت کابل ونیوه، د افغان هوايي ځواک لسګونه الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته والوتې.
مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی وو،چې د افغانستان د هوايي ځواک ۱۴۳ تنه پرسونل د تاجکستان له پلازمېنې د باندې په یوه غرنۍ او کلیوالي سیمه کې په یوه سانتوریم کې په دې تمه د بند شپې او ورځې تېروي،چې بالاخره به امریکا یا امریکا ته تر لېږدېدو وړاندې کوم بل هېواد ته وړل کېږي.
دوی د یوه موبایل ټېلفون،چې په پټه یې ترلاسه کړی و او د تاجکستان له امنیتي ځواکونو په پټه یې خبرې کولې، رویټرز ته ویلي، تاجک چارواکو یې ټېلفونونه او اسناد ضبط کړي دي.
په ورته وخت کې د افغان هوايي ځواک ۱۳ تنه نور غړي، چې په دوشنبې کې دي او په ښو شرایطو کې اوسي، رویټرز ته ویلي، دوی هم انتظار دي،چې امریکا ته به وړل کېږي.