ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترس نن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې کېږي او د افغان مېرمنو او نجونو له حقوقو دفاع ته دوام ورکوي.
د ګوترس په لیکنه، تر هغې چې انجونې ښوونځيو ته نه وي تللې، مېرمنې بېرته خپلو دندو او په ټولنه کې عمومي ژوند ته نه وي ګرځېدلي، دوی به له خپلو هڅو لاس وانه خلي.
اسلامي امارت شااوخوا یوه میاشت مخکې د هلکانو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پرانیستلو امر ورکړ، خو تر دې مهاله یې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.
خو له بل لوري ویل کېږي، چې په ځينو شمالي ولایتونو کې له لومړي تر ۱۲ ټولګي پوري ښوونځي د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.
طالبانو تر دې مخکې ویلي وو، چې دوی د نجونو لپاره د ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې د یوه خوندي چاپيریال پر رامنځته کولو کار کوي.