Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

امنیت شورا نن د یوناما ماموریت غځولو په اړه رایه اچونه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/17

د ملګرو متلونو امنیت شورا غړي نن دوشنبه د کب میاشتې پر ۲۷مه د یوه بل کال لپاره د یوناما ماموریت د مودې اوږدولو په اړه د پرېکړه لیک مسودې ته رایه اچونه کوي.   

د امنیت شورا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاده مسوده د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د حقونو، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت، ترهګرۍ سره مبارزه، د نشه یي توکو قاچاق د مخنیوی او د داخلي‌ بې ځایه شویو د وضعیت ارزونې او رسېدنې په اړه د یوناما په دندو او لومړیتوبونو کې له بدلون پرته چمتو شوې ده.

اعلامیه کې زیاته شوې، که دغه طرحه تصویب شي په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځیږي. 

د اعلامیې یوه برخه:« ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ د مارچ پر ۱۷مه ، د ۲۰۲۶زېږدیز کال د مارچ تر ۱۷مې پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د ماموریت غځېدو اړوند پرېکړه ‌لیک مسودې ته رایه ورکړي.»

د دغې شورا په اعلامیه کې دغه راز لیکل شوي، د دغو دوو مسودو متن د امریکا، سوېلي کوریا، چین او پاکستان له خوا چمتو شوی.

خو له دې سره هم مهاله د سیاسي چارو کارپوهان بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مودې غځول او فعالیت یې یوه اړتیا او د هېواد لپاره ګټور بولي.

  دوی ټینګار لري چې یوناما دې د اسلامي‌امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ فاصلې راکمې او د تعاملاتو لپاره دې زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدی ځاځی وايي: « د اسلامي امارت د مالوماتو پر بنسټ، یوناما په خپل ماموریت کې پاتې راغلې او په دې څو کالو کې په دې نه دي توانېدلي چې د افغانستان اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ فاصلې راکمې کړي، یا اقتصادي رونق رامنځته کړي او یا هم په بشري حقونو برخه کې لاسته راوړنې ولري.»    

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د بشري حقونو دودول، د جنسیتي برابرۍ تأمینول، د مذاکراتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د سیمه ییزو همکاریو پیاوړي کول، د بشر پاله مرستو همغږي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې ګامونو د ملاتړ په ګډون ځينې نورې موخې تعقیبوي.

خو پوښتنه دا ده چې د یوناما موجودیت او په ځينو قضیو کې له اسلامي امارت سره د یاد سازمان همغږي د هېواد د وضعیت لپاره څومره ګټوره ده؟

د نړیوالو اړیکو شنونکی ابولحسن صالحي وايي: « په افغانستان کې شته ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو باید لا ډېرې بشري مرستې جلب شوې وای، خو لاهم ګڼې جدي ستونزې شته دي. په افغانستان کې د یوناما فعالیتونه رضایت بښوونکي نه دي او په مختلفو برخو کې نیمګړتیاوې لري.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « د یوناما موجودیت او له اسلامي امارت سره یې همغږي کولی شي د بشري مرستو، سیاسي ثبات او نړیوالو مرستو په جذب کې مثبت رول ولوبوي، مګر یو شمېر محدودیتونه او بندیزونه چې په کوردننه په هېواد کې وضع شوي، د هغوی مؤثریت او فعالیت یې محدود کړی.»

د افغانستان پر وضعیت او د یوناما د ماموریت پرغځېدو د امنیت شورا غونډه داسې مهال جوړیږي چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کابو دوه اوونۍ وړاندې ویلي وو چې یوناما په افغانستان کې د منفي مسایلو د لوی ښودلو هڅه کوي او مثبتو موضوعاتو ته انعکاس نه ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « په افغانستان کې د پرمختګونو، لاسته راوړنو، ثبات او امنیت، خلکو ته د آرامۍ راوستلو په تړاو هېڅ ټکی هم د یوناما په محاسبه کې نه دي شامل، بلکې تل یې هڅه کړې چې منفي ټکي پیدا کړي. دوی هڅه کوي کوچني منفي ټکي پیدا کړي او بیا یې لوی وښيي، همدارنګه د ناامنیو خبرې کوي او غواړي خلکو ته یو تشویش رامنځته کړي. د دوی په راپورونو کې تل همداسې ټکي راغلي، دا نه د افغانستان پر ګټه دي او نه هم د یوناما او ملګرو ملتونو. ناسم مالومات د ناسمو پرېکړو سبب کېږي او باید ووایم چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت بریالی نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې یوناما له ۲۰۰۲ زېږدیز کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او دغه راز له دې وړاندې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا او چین ترمنځ د دې پر سر اختلافات شته چې په امنیت شورا کې د افغانستان قضیه کوم هېواد پر غاړه واخلي.

د  یادو هېوادونو یو شمېر نور اختلافونه بیا د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت  د چمتو شوې مسودې پر وړاندې خنډونه جوړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist