د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وایي، که په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی و نه شي، راروان ژمي کې به میلیونونه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

له دې سره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د اړمنو کورنیو لپاره د بسپنې صندوق جوړ کړی، چې راټولېدونکې پیسې به اړمنو ته نغدې ورکړای شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وایي، په افغانستان کې به د کوچنیو کاروبارونو او ځايي اقتصادي چارو فعال ساتلو لپاره پیسې ورکړي.

د ۱۲ لومړنیو میاشتو لپاره د ملګرو ملتونو د دې پروګرام بودیجه نږدې ۶۶۷ میلیونه ډالرو ده، چې څلور نیم میلیونه کسانو ته به ورسېږي.

د دې پروګرام له مخې، عمومي پروژو کې د کار مقابل کې نغدې پیسې ورکول کېږي، له کوچنیو کاروبارونو سره د فعالیت روان ساتلو لپاره او یا هم د نویو کوچنیو کاروبارونو پیلولو لپاره مالي مرستې کېږي.