فراه ولایت کې د تفرېح لپاره یوازینی ځای د فراه رود دی چې تر نورو ځایونو ورته ډېر خلک چکر او مېلې ته ورځي.
د دې ولایت اوسېدونکي وایي، د یوه معیاري تفریحي پارک نه شتوالي خلک اړ کړي چې د ساتېرۍ او خوښۍ وخت تېرولو لپاره دښتو، د غرونو لمنو او د سیند غاړو ته لاړ شي.
د فراه اوسېدونکی عبدالسلام وايي: « زموږ خلک د تفرېح لپاره یا غرونو ته ځي یا دښتو ته. اوس وخت فراه داسې یوځای دی چې غرونه یې هم وچ دي او تفرېح په کې نه کېږي. موږ له امارت غوښتنه کوو چې دلته پارک جوړ کړي ترڅو خلک په کې تفرېح او منظره وکړي.»
د فراه یو بل اوسېدونکی عبدابصیر سېلاب وايي: « موږ او ډېری کورنۍ د فراه رود غاړو ته په تفرېح راځو. دلته اوس امنیت ښه شوی او د خلکو ګڼ ګوڼه هم زیاته شوې ده. له امارت غوښتنه کوو چې فراه کې یو معیاري پارک او تفریحي ځایونه جوړ کړي.»
د فراه اوسېدونکی نوراحمد پښتون وايي: « موږ دلته دښتې ته راغلیو د تفرېح لپاره، متأسفانه اوس مهال د تفرېح لپاره کوم خاص ځای دلته نه شته.»
د خلکو له شکایتونو وروسته، اوس د فراه ښاروالۍ په دې ولایت کې د یو لوی معیاري پارک جوړولو خبر ورکوي.
د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دې پارک لپاره ۱۳۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او لومړنۍ چارې هم پيل شوې دي چې نږدې راتلونکي کې به یې د رغولو چارې پیل شي.
د فراه ښاروال سردار محمد مرصاد وايي: « له کرنې ریاست سره موافقې ته رسېدلي یو او هغه ملکیت چې په دې ریاست پورې اړه لري، په نوروزي سړک د سلطان میر غره بغل ته نږدې ۱۳۴ جریبه ځمکه ده چې غواړو یو معیاري پارک ورباندې جوړ کړو. دغه پارک به په لنډ وخت کې د خصوصي سکټور په مرسته جوړ شي چې د فراه ولس او ځوانان به په کې تفرېح او منظرې کوي.»
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه فراه ولایت هېڅ معیاري او لوی تفریحي پارک نه لري، ترڅو خلک د رخصتیو او تفرېح لپاره ورشي.