دغه سیلابونه، چې په اوتراکنډ ایالت کې راوتلي ډېر ځایونه یې ویجاړ کړي او په ګڼو سیمو کې ځمکې ښوویېدنې رامنځته شوې دي.
د ژغورنې ډلې وايي، شپه ورځ هلته کار کوي چې تصفیه وکړي او د خاورو لاندې پاتې جسدونه را وباسي.
د دغو سېلابونو لامل د تېرو درې ورځو راهیسې شدید ورښتونه ګڼل شوي دي.
سیمه کې چارواکي وايي، سیلابونو واټونه او پلونه هم ویجاړ کړي او ډېر کورونه هم له منځه تللي دي.
د پارلمان د غړو او پولیسو په ګډون څه باندې ۲۰۰۰ کسان د خلکو مرستو ته ور رسېدلي دي.
د هند هوا پېژندنې چارواکي وايي، نن به دغه ورښتونه کم وي، خو په راتلونکو ورځو کې به ورښتونه او سېلابونه نور هم شدید شي.
اوترا کنډ د هند شمال ته پرته غرنۍ سیمه ده، چې ډیری وخت په کې ورښتونه د سختو سیلابونو او ځمکې ښوویېدنې لامل کېږي.