Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بشري حقونو شورا: افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بندیزونه ډېر سخت دي

د بشري حقونو شورا: افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بندیزونه ډېر سخت دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/15

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د مارچ پر ۱۳مه په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت څېړلو د ۶۹ ناستې په څنډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره هم ځانګړې ناسته کړې.

دغه ناسته « د افغانستان ښځې د عملي اقدام غوښتنه کوي» تر نامه لاندې جوړه شوې او په کې د جرمني، هالنډ، کاناډا او اسټرالیا استازو ټینګار کړی چې افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندي کولو لپاره دې له سرپرست حکومت سره خبرې وشي.

دغو هېوادونو دا خبرداری هم ورکړی، که سرپرست حکومت د خبرو او منځګړیتوب له لارې افغانو ښځو او نجونو ته حقونه ورنه کړي، د جرمونو نړیوالې محکمې ته به ترې شکایت وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا رییسه کاتجا لاسور وايي:« موږ د خبرو پیلولو غوښتنه کړې؛ دا د قانوني پروسې د پيل لپاره مهم ګام دی. که چېرې د خبرو له لارې حل ونه موندل شي، نو موږ به منځګړیتوب غوره کړو او که په منځګړیتوب هم هوکړه ونه شوه، بیا اړ یو چې د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندیز وکړو.»

د یو شمېر نورو هېوادونو استازو بیا په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې  سرپرست حکومت دې اړ کړل شي چې په ورته ناستو کې د ښځو حضور ته اجازه ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازې سولاجانینا ویلي: « افغانې ښځې د نړیوالو له لوري د همکارۍ او همغږۍ عملي اقدام ته اړتیا لري او هغه څوک چې له طالبانو سره خبرې کوي، باید د ښځو غږ او حضور د شرط په توګه مطرح کړي.»

په دې ناسته کې له افغانستانه د مخکېني حکومت پر مهال د کانونو او پټرولیم وزارت وزیرې نرګس نهان د نړیوالې ټولنې له لوري له افغان ښځو او نجونو سره شوی ملاتړ کم رنګه بللی او زیاتوي چې د افغان ښځو د حقونو رعایت ته باید نړیوال خپلې ژمنتیاوې په عمل کې ثابتې کړي.

 نهان زیاته کړې:« له تېرو درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې وضعیت زموږ لپاره ډېر مهم دی. لومړی دا چې په نړیوالو ارزښتونو سیسټماټیک او طرحه شوي بریدونه شوي او موږ یې  د حل لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د اعلامیو شاهدان هم یو. خو هغه څه نه دي شوي چې د افغانستان ښځې یې حقدارې دي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، نړیواله ټولنه تر ډېره د خپلو موخو لپاره ورته ناستې کوي، خو د دوی په خبره سرپرست حکومت دې د افغان ښځو بنسټیز حقونه تامین کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « په خواشینۍ سره باید ووایم چې د ملګرو ملتونو سازمان هم خپل اهداف لري، پالیسۍ او سیاستونه یې تر ډېره د هغو غربي هېوادونو له خوا پرمخ وړل کېږي چې دوی ته پيسې ورکوي. هرکله چې نړۍ کې سیاسي جریانات پيل شي، بیا نو دوی هم فعاله شي. که دوی وقعاً هم د افغانستان په اړه، یا دلته د بشري حقونو او امنیت په اړه پرېکړه او اقدام کوي، نو باید د اوسني حاکم نظام استازی هلته ولري، ترڅو مسوولیت یې واخلي.»

د ایټالیا د پارلمان غړې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د دې هېواد استازې هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د وضع شویو محدودیتونو پر وړاندې مبارزه مهمه ګڼلې او زیاتوي چې د ایټالیا په پارلمان کې د دې هېواد د پارلمان غړیو یوه اجماع لري او د دې اجماع څخه موخه د افغان ښځو عملي ملاتړ دی. 

بله خوا ټاکل شوې جمعه ناوخته دغه سازمان د ښځو لپاره د باثباتې او سوله ییز ټولنې د ایجاد په اړه یو بله ناسته هم وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist