د تېرې سې شنبې په ورځ(د کب ۲۱ مه) د بلوڅ آزادي غوښتونکو غورځنګ (بي.اېل.اې) وسله والو د بلوچستان په بولان دره کې د جعفر اېکسپرېس په نوم مسافر وړونکی اورګاډی برمته کړ.
دې غورځنګ ادعا وکړه چې په اورګاډي کې د ۴۵۰ سپرلیو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ هغه د پاکستان د پوځ، استخباراتو او نورو امنيتي ادارو غړي وو.
د پاکستان د رسمي شمېرو له مخې، په دې پېښه کې د امنيتي سرتېرو په شمول ۲۰ تنه وژل شوي او ادعا يې کړې چې په بريالیتوب يې ټول برمته کړي کسان روغ رمټ ژغورلي دي.
خو بلوڅ وسله والو بيا ويلي، له پاکستاني نظاميانو پرته يې له اورګاډي ټول برمته کړي ملکيان خوشې کړي او۵۰ تنه برمته نظاميان يې د پاکستان د پوځ له خوا د عملیاتو نه درولو په غبرګون کې ځای پر ځای وژلي چې په دې توګه په پېښه کې د پاکستان د وژل شویو سرتېرو شمېر شاوخوا ۱۰۰ تنو ته رسېږي.
بله خوا، د پاکستان پوځ او بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د دې پېښې پرمهال بلوڅ وسله والو په افغانستان کې له خپلو همکارانو سره متواترې اړيکې لرلې او له همدې کبله دغه پېښه له افغانستان سرچينه اخلي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: « زموږ امنیتي ځواکونو د یرغمل شویو کسانو د ژغورولو پرمهال په بریالیتوب سره، ۳۳ ترهګر او ځانمرګي بریدګر له منځه یووړل. ترهګر د پېښې په ټوله موده کې له افغانستان مېشتو پلان جوړوونکو سره په مستقیم ډول تماس کې وو.»
علي خان له سرپرست حکومت غواړي چې له خپلې خاورې وسله والو ډلو ته د پاکستان خلاف د بريدونو اجازه ور نه کړي.
هغه زیاتوي:« موږ له افغانستانه غوښتنه کوو چې د دې کرغېړنو ترهګریز بریدونو ترسره کوونکو، تنظیموونکو او تمویلوونکو پر وړاندې مسوولیت وپېژني او د پاکستان له حکومت سره همکاري وکړي، ترڅو په دې برید کې د ټولو ښکېلو کسانو په شمول د ترهګرۍ اصلي تمویلوونکي عدالت ته را کاږل شي.»
خو کابل دغه ادعا په کلکه ردوي او سپارښتنه کوي چې اسلاماباد دې د ورته بې ځايه ادعاوو پر ځای د خپلو امنيتي مسايلو پر حلولو تمرکز زيات کړي.
د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، بلوڅ وسله وال په افغانستان کې نه شته او نه هم له افغانستان سره څه اړيکه لري.
تکل زیاتوي:« بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي د بريد په تړاو د پاکستاني پوځ وياند هغه بې اساسه تورونه چې د پېښې تړاو افغانستان سره لګوي، په کلکه ردوو او له پاکستاني لوري غواړو چې د داسې غيرمسوولانه څرګندونو پر ځای خپل امنيت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام واړوي.»
خو د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان د ورته ادعاوو په کولو سره په دې هڅه کې دی چې په امنيتي برخه کې د خپلو ناکاميو پړ پر افغانستان واچوي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « له بدغه مرغه زموږ په ګاونډیانو کې ددا دسیسو رواج دی چې هر وخت ملامتي پر موږ را اچوي، لکن هغو کړنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي چې دوی یې زموږ پر ضد ترسره کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « له بده مرغه د افغانستان په تړاو د پاکستاني حکومت چلن دوه مخی دی. له یوې خوا ځان افغانستان ته نږدې ښيي، خو له بلې خوا ترهګرې ډلې روزي ترڅو افغانستان نه آرامه کړي. بله دا چې د دوی د نیوکو ګوته تل د افغانستان خواته وي.»
پاکستان له دې وړاندې هم ادعاوې کړې چې د افغانستان خاوره يې پر ضد کارول کېږي، خو د خپلو دې ادعاوو د اثبات لپاره یې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.