Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کندهار د سپین بولدک – چمن تر منځ د لارې د خلاصون د خبرو لومړی پړاو بې پایلي پای ته ورسېد

admin by admin
2021/10/20

د کندهار د سپین بولدک – چمن تر منځ د لارې د خلاصون د خبرو لومړی پړاو بې پایلي پای ته ورسېد، خو د دوهم پړاو د خبرو احتمال شته.

 ناسته په چمن کې جوړه شوې، د کندهار والي او امنیه قوماندان ترڅنګ یو شمېر سوداګرو د افغان لوري په استازیتوب خبري وکړې.

د افغان چارواکو غوښتنه دا وه چې لار به اتلس ساعته خلاصه وي، له دې غاړې به د لوی کندهار خلک پر تذکرو پرېښودل کېږي او د ها خوا به د جنوبي پښتونخوا اوسېدونکي پر شناخت کارډ او مهاجر کارډ پرېښودل کېږي.

خو پاکستاني لوري د لارې د څلور ساعته خلاصون او یوازې د سپین بولدک او چمن اوسېدونکو پر تذکره د تګ اجازه درلودلو وویل.

د پاکستاني لورې بله غوښتنه پر ډیورنډ کرښه د نهو کلیو ترمنځ د اغزن تار غځول وه، چې د افغان لوري له سخت مخالفت سره مخ شوه.

پاکستان د دوهمې ناسته غوښتنه کړې، ممکن نن شپه او یا سبا وشي.

دغه لاره په کندهار کې د تازه مېوې د فصل له پېل سره سم  له تېرو ۱۲ ورځو راهيسې د طالبانو له خوا د سوداګرو او هر راز تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې ده.

د لارې تړل کېدو تر ټولو ډېر زيان د دغه ولایت باغ لرونکو او سوداګرو ته اړولی او په سلګونه موټر تازه مېوه یې د لارې د پرانېستل کېدو په انتظار خراب شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist