Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سمنګان صنعت ‌کاران د برېښنا له کمښت او صنعتي پارکونو له نه لرلو شکایت کوي

د سمنګان صنعت ‌کاران د برېښنا له کمښت او صنعتي پارکونو له نه لرلو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/13

سمنګان په هېواد له کم نفوسه ولایتونو شمېرل کېږي چې د نورو ولایتونو پرتله په کې ځمکې ډېرې او د کار زمینه کمه ده.
دې ولایت  کې صنعت کاران وايي، د پانګونې لپاره يې اراده شته، خو د ځمکو لوړه کرایه او د برېښنا کموالی هغه ستونزې دي چې د دوی کارونه يې له ځنډ سره مخ کړي دي.
د دوی په خبره، ډېری تولیدي کارخونې په کرایي ځایونو کې تولید او فعالیت لري.

 دوی له مسوولو ادارو غواړي چې د صنعت د ودې لپاره صنعتي پارکونه جوړ کړي.

د کارخونې مسوول محمد عظیم مرادي وايي: « د برېښنا او ځای ستونزې لرم، زما ځای کوچنی دی او زه لوی ځای ته اړتیا لرم، خو دلته نه پیدا کېږي؛ که پیدا هم شي په ډېر لوړ قېمت وي. زه هر کال یوازې د همدې سرای تر ۱۰۰ زره افغانیو کرایه ورکوم.»

د یوې بلې کارخونې مسوول انورالحق وايي: « دا ځای زموږ خپل نه دی، له دولت غوښتنه کوو چې موږ ته مناسب ځای راکړي، ترڅو خپل کاروبار ته پراختیا ورکړو.»

د کارخونې مسوول حبیب الله وايي: « موږ خپله شخصي ځای نه لرو او هر کال له یوه بل ځای ته کډه کوو. د ځای ترڅنګ کافي برېښنا هم نه لرو.»

د سمنګان کارګران خوښ دي چې کاري زمینه ورته  برابره شوې.

دوی له نورو پانګوالو هم د ورته کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي.
یو تن کارګر وايي: « ډېر خوښ یم چې د بهرني هېواد پر ځای په خپل هېواد کې کار کوم.»

یو تن بل کارګر وايي: « موږ له دولت او ملي سوداګرو هیله لرو چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو بهرنیو هېوادونو ته لاړ نه شو او خپل هېواد کې کار وکړو.»

چارواکي شته ستونزې مني خو د حل لپاره یې د ملاتړ او ډاډ ترڅنګ دغه ولایت کې د صنعتي پارک لپاره د زر جریبه ځمکې ځانګړې کېدو خبر ورکوي.

د سمنګان ولایت د کانونو او صنایعو خونې رییس محمد خالق مبارز وايي: « په سمنګان ولایت کې د صنعکارانو د ستونزو هواري لپاره موږ پرېکړه کړې چې دلته یو صنعتي پارک جوړ شي. د دې پارک اسناد تر کار لاندې دي. موږ په دې پوهېږو چې صنعت کاران په جدي توګه د ځای له کمښت سره مخ دي، خو موږ پر ګډه هڅه کوو چې د ځای د کمښت ستونزه هواره کړو.»

د سمنګان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د متشبثینو ملاتړ چارو عمومي مدیرعنایت الله یاسیني وايي: « هغه صنعتکاران چې د کار لپاره جواز لري، د صنعت او تجارت او دغه راز برېښنا ریاستونو له خوا ځانګړی تخفیف ورکول کېږي. ډېر ژر به په سمنګان ولایت کې په زر جریبه ځمکې صنعتي پارک جوړ او صنعتکاران به په کې ځای پرځای شي.»

اوس مهال په دې ولایت کې۸۰ لویې تولیدي کارخونې اوهمدارنګه شاوخوا ۳۰۰ د کوچنیو کاروبارونو کارخونې فعاله دي چې په کې زرګونه کسان پر کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist