Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: امنیت شورا ته د یوناما له راپور ښکاري چې د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ لاهم واټن شته

شنونکي: امنیت شورا ته د یوناما له راپور ښکاري چې د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ لاهم واټن شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/12

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره  د افغانستان په تړاو خپل معلومات او راپور شریک کړل.

د یوناما راپور ته په کتو، د شنونکو انګېرنه دا ده چې لاهم د افغانستان د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ فاصله شته او باید له منځه وړلو لپاره یې دواړه خواوې اقدام وکړي.

دوی زیاتوي، د روزا اوتنبایوا معلومات تر ډېره د نجونو پر زده کړو، بشري حقونو او دغه راز پر ځینو نورو سیاسي مسایلو ورټول وو، خو اوتنبایوا خپلو خبرو کې له هغو پرمختګونو هېڅ یادونه ونه کړه چې په تېرو څو کالو کې رامنځته شوې.

د دوی په خبره، له نشه یي توکو سره مبازره، د څو لسیزو جګړو پای ته رسول او سراسري امنیت ټینګېدل او همدا راز د ترهګرۍ ځپل چې د افغانستان د سرپرست حکومت له مهمو لاسته راوړنو دي، امنیت شورا ته په وړاندې شویو معلوماتو کې ځای نه و ورکړل شوی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د روزا اتنبایوا وروستۍ خبرې دا ښيي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ لاهم واټن موجود دی. د اوتنبایوا بحث تر ډېره د نجونو پر ښوونځیو، د ښځو پر حقونو او د ټول ګډونه حکومت جوړولو باندې تمرکز درلود. مګر په نورو برخو کې چې کوم پرمختګونه شوي، که هغه د نشه يي توکو پر وړاندې مباره ده، سرتاسري امنیت او یا هم د نا امنیو او جګړې نه شتوالی دی، په دې برخو تمرکز نه دی شوی.»

ځینې نور بیا وايي، په تېرو څو کالو کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري داسې ډېر څه ترسره شوي چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ یې تعامل نږدې کړی، خو ډېر نور مسایل شته چې باید دواړه لوري یې ترسره کړي.

دوی وايي، د نړیوالو او سرپرست حکومت ترمنځ سیاسي ستونزو او د سرپرست حکومت پر رسمیت نه پيژندل کېدو، عام افغانان زیانمن کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمد ځاځی وايي: « تقریبا ً په تېرو څلورو کالو کې داسې ګڼ فعالیتونه ترسره شوي چې د تعامل نقطې سره وصلوي. خو لاهم داسې څه پاتې دي چې د تعامل د دغو ټکو نږدې کولو لپاره اړین دي. نړیوال باید دا په پام کې ونیسي چې د تعامل او رسیمیت نه شتوالي له امله ۴۰ میلیونه نفوس په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه مثبت یا منفي اغېزمنېږي. د دغو خلکو د ژوند ښه کولو لپاره هم باید داسې ګامونه پورته شي چې د تعامل نقطې نورې هم سره نږدي شي او په نږدې وخت کې نړۍ له اسلامي امارت سره بشپړ تعامل وکړي.»

له دې سره، د یوناما مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د وینا پرمهال خبرداری ورکړ چې د افغانستان سرپرست حکومت سره د سیاسي تعامل فضا په کمېدو ده او دا اوس دوی پورې اړه لري چې آیا غواړي افغانستان یوځل بیا د نړیوال نظام برخه شي که نه.

خو اسلامي امارت بیا وايي، که ملګري ملتونه د نورو تر اغېز لاندې پریکړې ونه کړي او په خپلواکه توګه تصامیم ونیسي، نو کېدای شي چې په دې توګه افغانستان  په نړیواله ټولنه کې ځای پیدا کړي او ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ لاسته راوړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي، هغه هېوادونه چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل وو، اوس نه غواړي چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ تعامل رامنځته او یاهم ورته زمینه برابره شي.

فطرت زیاتوي:« دوی باید د لویو هېوادونو تر اغېز لاندې پرېکړې ونه کړي، بلکې خپلواک او بې طرفه تصمیمونه ونیسي. که داسې وشي بیا افغانستان کولی شي په نړیواله ټولنه کې خپل ځای ومومي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي. که دوی خپلې پرېکړې د یو شمېر هغو هېوادونو د پالیسیو تر سیوري لاندې نیسي چې په افغانستان کې په جګړو کې ښکېل وو او اوس نه غواړي چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل ته لاره هواره شي، بیا نو ښکاره خبره ده چې ستونزه د دوی له خوا ده او افغانستان خپل مسوولیت اداء کړی.»

د یوناما مشرې په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، د نړیوالو مکلفیتونو په تړاو د افغانستان حکومت دریځ په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام پر وړاندې خنډ دی.

 نوموړې زیاته کړې، د افغانستان اوسني حاکمان یو شمیر نړیوال مسولیتونه په دې پمله نه ترسره کوي چې په باور یې د افغانستان خپلواکي زیانمنوي او د افغانانو له فرهنګ سره په ټکر کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist