د یونیسیف ادارې ویاند جیمز ایلډر ویلي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن په جګړو کې لس زره ماشومان وژل شوي دي.
ایلډر تېره ورځ په یمن کې د جګړو له امله که څه هم د ملګرو ملتونو موندنې خپرې کړې، خو زیاته یې کړه، چې ډېر شمېر ماشومان یې له شمېر پاتې دي.
جیمز ایلډر ویلي، د نویو شمېرو له مخې د ۲۰۱۵ کال راوروسته په منځني ډول د ورځې څلور ماشومان وژل شوي دي.
یمن کې شپږ کاله مخکې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف او حوسي وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده، چې هلته یې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین رامنځته کړی دی.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښیې، چې یمن کې دمګړی له هرو پنځو ماشومانو څلور یې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ټولییز شمېر یوولس میلیونو ته رسېږي.
دوی وایي، دا چې لویان په جګړه کې بوخت دي ماشومانو له لوږي کړېږي او په وینا یې د جګړې اصلي بایلونکي همدوی دي.