Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: د سرپرست حکومت سختو پالیسیو او قوانینو له نړۍ سرهد افغانستان تعامل سخت کړی

ملګري ملتونه: د سرپرست حکومت سختو پالیسیو او قوانینو له نړۍ سرهد افغانستان تعامل سخت کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/12

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د دې سازمان امنیت شورا ته په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا له سرپرست حکومت غوښتي چې نړیوال تعامل ته د رسېدو لپاره دې پر افغانانو وضع شوي محدودیتونه لرې کړي.

اتونبایووا ویلي، په کابل کې د يوناما دفتر ته د اندېښنو شريکولو په موخه ډېرعام افغانان ورځي او په خبره يې دا شکايتونه جوتوي چې د سرپرست حکومت له لوري پر افغانانو لګول شویو محدودیتونو د دې هېواد اقتصادي وضعیت ټکنی کړی او بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر یې زیات کړی دی.

که څه هم اتونبایوا د نړیوال تعامل لپاره له نشه ‌يي توکو سره د سرپرست حکومت مبارزه او له خصوصي سکټور سره تعامل مثبت ارزولی، خو له نړۍ سره يې د سیاسي تعامل لپاره د بشري حقونو رعایت مهم اصل ياد کړی دی.

اتونبایووا زیاته کړې:« یوناما د طالبانو د هغه قانون څارنه کوي چې د تېر کال اګست راهیسې د غږ آزادي یې محدوده کړې او له منکراتو د منع قوانینو تطبیق ته یې لومړیتوب ورکړی. دې اقدام د افغانانو بشري حقونه او شخصي ژوند اغېزمن کړی. دا د نړیوالو مجبوریتونو لپاره د اېډیالوژۍ له مخې د واکمنو چارواکو لومړیتوب ښيي او همدا له نړۍ سره د سیاسي تعامل لپاره ستر خنډ پاتې دی، ترڅو افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یو ځای نه شي.»

د سرپرست حکومت مسوولین د ملګرو ملتونو یادې ناستې او له سرپرست حکومت سره د نړیوالو د تعامل شرایطو ته په غبرګون کې وايي، حکومت له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او دغه تعامل د سرپرست حکومت اړتیا هم ده. 

خو مسوولین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان وضعیت او د سرپرست حکومت په اړه د یو شمېر هېوادونو د استازو له لوري د وړاندیزونو مطرح کېدو ته په اشارې زیاتوي، دغه سازمان دې د یادو هېوادونو د فرمایشونو پر بنسټ نه بلکې په خپلواکه توګه پرېکړې وکړي.

د اسلامي امارت د وياند مرستیال حمدالله فطرت وايي:« افغانستان ټوله هڅه کړې چې له نړیوالې ټولنې سره په تعامل کې ژوند وکړي او دا د افغانستان لپاره مهمه هم ده. هغه ټول حقوق چې افغانستان یې په ملګرو ملتونو کې لري، باید ترې برخمن شي. ځینې هېوادونه په دې برخه کې خنډونه جوړوي او دا د ملګرو ملتونو تر جرئت او سالم تصمیم پورې اړه لري.»

بله خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي،له نړیوالې ټولنې سره د سیاسي اړیکو رغولو لپاره دې سرپرست حکومت په خپلو پالیسو کې تغییر راولي.

 دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د افغانانو او نړیوالوغوښتنو له مخې دې ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.

د سياسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي:« د نړیوالې ټولنې د ملاتړ جلبولو، بشري مرستو او سیاسي ستونزو د هوارولو لپاره ښه ده چې د افغانستان سرپرست حکومت هم په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي، د ملګرو ملتونو ټول پرېکړه لیکونه ومني چې د افغانستان له دیني ارزښتونو او ملي ګټو سره ټکر نه لري.»

د سياسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« که چېرې دوی له لږ نرمنښت وښيي، نړیواله ټولنه هم دې ته چمتو شوې چې له طالبانو سره تعامل وکړي او له دې ادرسه د افغانستان له ولس سره اقتصادي مرستې وکړي، ترڅو افغانستان له سیاسي او اقتصادي ستونزو د وتلو په لار روان شي.»

د یوناما رییسې دا هم ویلي، تېرو څو لسیزو جګړو افغانان د بشري مرستو له جدي بحران سره مخ کړي، جدي فقر یې رامنځته کړی او د خوندیتوب پر وړاندې خطرونه یې ټولو افغانانو او په ځانګړې ډول ښځو او نجونو ته زیات کړي دي.

اتونبایووا زیاته کړې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۰ سلنو زیات افغانان چې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري، خو بشري مرستې په چټکۍ سره د کمېدو په حال کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist