د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی نور احمد وايي:« که څه ولور ټیټ شي، د ټولنې او ځوانانو لپاره ښه خبره ده. که ټیټ نه شي، ډېری ځوانان به د لوړ ولور پوره کولو لپاره تر کلونو کلونو مسافر وي.»
دیني عالمان د ولور په کموالي ټینګار کوي او وایي، د کم مهر اخېستل د اسلام ستر پیغمبر سپارښتنه ده.
دیني عالم عبدالرحمان وايي:« رسول الله ص فرمایي غوره نکاح هغه ده،چې د هغه ولور یا مهر کم وي، ولور خو پښتو کې اصطلاح ده، شریعت کې خو مهر دی،مهرونه چې کم شي دا د عالمانو مسوولیت دی. دیني عالمان باید په دې برخه کې کار وکړي،چې کم شي.»
د زرمت تر څنګ د پکتیا یو شمیر نورو سیمو کې هم د ولور په اړه ورته تړونونه شوي دي،خو ډېری سیمو کې لا هم په دې اړه قومي ناستې نه شوي او ولور ملیونونه افغانۍ اخېستل کېږي.