د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې د شينوارو زون لسګونو اوسېدونکو د سوله ييزې راټولېدنې په ترڅ کې پر نړيوالو غږ وکړ، چې د دوی پر سيمه امريکا د بمونو مور کارولې، چې دوی ته یې زیان رسېدلی او اوس باید امریکا تاوان ورکړي.
دوی وايي، امريکا د بمونو مور کارولو له امله يې کورونه، ښوونځي، کلينيکونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوي، پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي او نوي ماشومان يې په داسې حال کې پېدا کيږي، چې روغتيايي ستونزې لري.
په ټوله کې دوی له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او نورو خیر غوښتونکو بننسټونو غوښتي، چې امریکا مجبوره کړي، ترڅو دوی ته د رسېدلی زیان جبران کړي.