د دغې ناستې او کتنې وخت او ځای نه دی کره شوی، خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، له چینایي استازو سره به په ګډه دا هر څه مالوم کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په دې تړاو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره په خپل دفتر کې وکتل.
په کابل کې د چین له سفیر سره په ناسته کې له افغانستانه چین ته د جلغوزیو د صادراتو پر بیا پیل هر اړخیزې خبرې شوي او چینايي لوري ډاډ ورکړی، چې د جلغوزیو د صادراتو د بیا پیل لپاره به ټول شرایط برابر کړي او ډېر ژر به دغه صادرات بیا پیل شي.