د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي ادیمو ویلي، د دوی لپاره دا ښه برېښي، چې پر طالبانو اقتصادي بندیزونه همداسې وساتل شي.
والي ادیمو د امریکا سنا مجلس ته وینا کې ویلي، دوی به له افغانانو سره مشروع بشري مرستې جاري وساتي، خو ګنګل شوي میلیاردونه ډالر به ورنه کړي.
نوموړي ویلي، دوی به پر اسلامي امارت د لګېدلیو بندیزونو او شته محدودیتونو سره سره، ټول هغه اقدامات وکړي، چې افغانستان ته بشري مرستې ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت او افغان ولسونو په وار وار له امریکا غوښتي، څو د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالر کنګل شوې پیسې ازادې کړي.