Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي همکاریو سازمان او ترکي چارواکو د افغانستان پرمسايلو بحث کړی

د اسلامي همکاریو سازمان او ترکي چارواکو د افغانستان پرمسايلو بحث کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/11

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي آسیا د چارو له رییس سيگاد ارګیني سره ليدلي.

د ياد سازمان له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دواړو لورو د افغانستان پر سياسي، بشري او اقتصادي وضعيت بحث کړی.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي: « دواړو خواوو د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري مسايلو په ګډون د متقابل اهمیت په برخو کې نظرونه شریک کړل او د همکارۍ د ممکنه لارو په اړه یې بحث وکړ. دوی د اسلامي همکاریو سازمان د اړوندو پرېکړو په رڼا کې د مهمو اندېښنو حلولو لپاره نظرونه او حل لارې ولټول. په دې ناسته کې د افغانانو د ملاتړ او د مختلفو مسایلو په اړه له اصلي چارواکو سره د رغنده خبرو اترو د تعقیب لپاره د دوامداره ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار وشو.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د اسلامي همکاريو له سازمان سره د سرپرست حکومت اړيکې مهمې بولي او زياتوي چې سرپرحکومت دې له دې لارې پر نړيواله کچه د اختلافي مسايلو د حل هڅه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسلم دانشمل وايي: « په اوسني وخت کې موږ درېیمګړو ته اړتیا لري، ترڅو د افغانستان قضیه له نږدې د ښکېلو اړخونو له خوا تر بحث لاندې ونیول شي، پلانونه او پالیسۍ جوړې شي او په دې سره موږ ورو ورو له اوسني حالت ووځو او لا غوره حالت ته به روان شو.»

خو ځېنې نور بيا د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره په همکاري نه کولو تورنوي او وايي، که چېرې له افغانستان سره همکاري نه کوي، نو دغه سازمان د افغانستان پر مسايلو له هېواد بهر د بحث کولو حق نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دوی زموږ له هېواد سره کومه همکاري کړې، ولې افغانستان پر رسمیت نه پېژني، ولې دوی اوس د افغانستان د سولې او ثبات په هکله خبرې کوي؟ افغانستان کې خو اوس سوله، امنیت او ثبات راغلي دي. موږ د نړیوالو د استخباراتي کړیو او د دوی د سیاسي اهدافو قرباني شوي یو. نور له دغو سازمانونو او هېوادونو څ تمه او توقع لرل چې زموږ د ګاونډیانو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان په ګډون یې ناروا بشري جنایتونه زموږ په خاوره کې ترسره کړي، دا ستره تېروتنه ده چې موږ بیا پرې اعتماد وکړو.»

د اسلامي همکاريو سازمان چارواکو په بهر کې د افغانستان په اړه د دې بحثونو له پيلولو وړاندې، د پاکستان په کوربه ‌توب غونډه هم ترسره کړه.

په دې غونډه کې ياد سازمان غوښتنه وکړه چې سرپرست حکومت دې په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist