د څمکنیو ولسوالۍ یو بل بزګر بیا وايي:« سږ کال وچکالي هم وه، خو د وریجو حاصلات ښه دي او فصل یې له باران، ږلۍ او نورو طبیعي افتونو ساتل شوی او الحمد لله بیخي ښه دي.»
د څمکنیو ولسوالۍ یو شمیر لیرې پرتو سیمو کې د اوبو کموالي له کبله سږ کال وریجې نه وې کرل شوې او پر دغه ځمکو لوبیا او مۍ کرل شوې وې.
د څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عاصم خان وايي:« دلته په لیرې پرتو سېمو کې د وچکالي له کبله خلکو وریجې نه دي کرلي، لوبیا، مۍ او ځینې نور فصلونه یې کرلي وو، چې حاصلات یې ښه نه وو.»
بزګران وایي، که کرنې وزارت ورته د وریجو اصلاح شوي او داسې تخمونه ورکړي، چې د سېمې له اب هوا سره برابر وي، د وریجو حاصلات به یې لا زیات شي.
پکتیا کې تر اوسه د وریجو اصلاح شوي تخمونه نه دي ویشل شوي، خو د غنمو تخم هر کال داسې مهال وېشل کېږي، چې ځمکې کرل شوي وي او بزګران له کرنې وزارت او مرستندویه موسیسو غواړي، چې تخمونه دې پر وخت ویشې.