Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي له عماني چارواکو سره د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

متقي له عماني چارواکو سره د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/11

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د عمان هېواد د سلطنتي نظام په بلنه دغه هېواد ته په سفر تللی او له عماني چارواکو سره یې د سیاسي اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې.

بهرنیو چار وزارت عمان ته د متقي د سفر موخه د یاد هېواد له چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت ترڅنګ، د کابل او مسقط ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا بولي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: « د بهرنيو چارو وزير به د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير سربېره د هغه هېواد نورو لوړپوړو چار واکو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړېکو او دوه اړخیزو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړي.»

تحلیل کوونکي وايي، په خلیج کې عمان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له غربي نړۍ سره ښې اړیکې لري او له دې هېواد سره د افغانستان اړیکې او د همکاریو پراختیا له سیاسي پلوه د کابل پر ګټه ده.

دوی زیاتوي، اوس عمان او دېته ورته نور هېوادونه پوهېږي چې اقتصاد لرونکی باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ پر ګټه دی او اړتیا ده چې نوره نړۍ هم د افغانستان په تړاو د عمان تګلاره غوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي:« عمان د خلیج هېوادونو له ډلې هغه هېواد دی چې له لوېدیځو هېوادونو سره ښې اړیکې لري. ښکاره خبره ده که د افغانستان د ملي ګټو پر محور بحثونه وشي، کولی شي ښه لابیګر و اوسي. زه هیله لرم لکه څرنګه چې د افغانستان حکومت اقتصاد محوره او د نورو په چارو کې د لاسوهنې نه کولو پالیسي غوره کړې، عمان هم له دې پالیسۍ خبر دی او بلنه یې ورکړې، نړۍ هم دې پایلې ته ورسېږي چې د سیاسي ثبات لرونکی افغانستان کولی شي د نړیوال امنیت په ټینګښت کې ښه رول لوبولی شي.»

خو ځينې نور بیا وايي، د عمان سلطنتي حکومت له پيله د افغانستان له حکومت سره ښې اړیکې درلودې او د اسلامي امارت ډېپلوماټان یې منلي دي، خو دا چې اوس یې پر رسمي توګه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته بلنه ورکړې، د دې ښکارندويي کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور تعامل موجود دی.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « د عمان سلطنت له هماغه پیل راهیسې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري، د اسلامي امارت ډېپلوماټان یې منلي. دا چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته یې بلنه ورکړې، دا له اسلامي امارت سره د لا ژور او پراخ تعامل مانا لري.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي له خوا دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړل شوې وه.

د بهرنیو چارو وزارت په خبره، متقي به د دې سفر پرمهال د خپل عماني سیال ترڅنګ د دې هېواد له یوشمیر نورو چارواکو سره هم پر بېلا بېلو موضوعاتو لیدنې ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist