Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پخواني نظامي چارواکي: له ګاونډیو هېوادونو باید د افغانستان نظامي تجهیزات واخیستل شي

پخواني نظامي چارواکي: له ګاونډیو هېوادونو باید د افغانستان نظامي تجهیزات واخیستل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/10

د افغانستان د جمهوري نظام د وسله وال پوځ یو شمېر نظامي چارواکي، جنرالان او افسران کابل کې په دې موخه راټول شوي چې له امریکا د هغو وسلو تاوان وغواړي چې د ډي.ډي.آر او ډاياک پروګرامونو له لارې يې له خلکو ټول او له منځه يووړل.

دوی وايي، امریکا د خپل نظامي حضور پرمهال د افغانستان د پخوانۍ اردو ټولې سپکې او درنې وسلې د ډي.ډي.آر په نوم راټولې او له منځه یوړې.

دغه پخواني جنرالان او افسران غوښتنه کوي چې د اصولو له مخې د امریکا حکومت مکلف دی چې افغانستان ته د اړولې زیان غرامت یا توان ورکړي.

د دوی په خبره، په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې د افغانستان مسلم حق دی او د امریکا ولسمشر یې د بېرته غوښتلو حق نه لري.

د پخوانیو جنرالانو او افسرانو ټولنې ریيس جنرال شعورګل پښتون وايي: « کله چې ښاغلی ټرمپ او د امریکا خلک دا خبره کوي چې دلته پاتې وسلې د دوی دي، دوی د ډي.ډي.آر په نوم زموږ د میلیونوو ډالرو په ارزښت وسلې ویجاړې کړې، د دوی په جګړه کې زموږ دوه میلیونه انسانان ووژل شول، زموږ کلي او کورونه ویجاړل شول او باید د دغو زیانونو تاوان راکړي. نه یوازې دا چې د دې وسلو غوښتنه دې نه کوي، بلکې باید دوه چنده نورې وسلې هم د تاوان په توګه راکړي.»

د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال جنرال افضل امان وايي: « د امریکا حکومت د هغو پیغامونو په اړه چې وايي په افغانستان کې پاتې وسلې او تجهیزات باید بېرته امریکا ته وسپارل شي، زه او د افغانستان ټول وګړي په دې اند یو چې دغه وسلې، تجهیزات او محاربوي تخنیک اوس د افغانستان په ملت پورې اړه لري.»

دغه راز، پخواني نظامي چارواکي له ازبېکستان غواړي چې د افغانستان جنګي او ټرانسپورټي الوتکې د ښه ګاونډيتوب له مخې بېرته افغانانو ته وسپاري.

پخوانی نظامي جنرال عبدالستار خټګر وايي: « دغه کار ملي خیانت ګڼل کېږي، ځکه چې جنګي او ټرانسپورټي الوتکې، وسلې او تجهیزات د افغانستان د خلکو شتمني ده. دا یو خیانت دی چې دغه الوتکې تاجیکستان، ازبېکستان، پاکستان او ایران هېوادونو ته یوړل شوې.»

د پخوانیو جنرالانو او افسرانو ټولنې ریيس جنرال شعورګل پښتون وايي: « دا د افغانستان د خلکو مسلم حق دی چې باید د ښه ګاونډیتوب، د هېوادونو ترمنځ قوانینو، ډېپلوماټیکو اړیکو له مخې زموږ وسلې او سایط بېرته راکړي.»

دا مهال د افغانستان شاوخوا ۵۰ جنګي او ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې په تاجېکستان او ازبېکستان هېوادونو کې دي چې ډېرې یې په ازبېکستان هېواد کې دي.

 دغه الوتکې او چورلکې هغه مهال ازبېکستان او تاجېکستان هېوادونو ته ولېږدول شوې چې د تېرجمهوري نظام چارواکو د نظام د سقوط پرمهال یادو هېوادونو ته پنا یوړه.

د پخوانيو جنرالانو او افسرانو په خبره، نه یوازې دا چې امریکا د خپل شل کلن نظامي حضور پرمهال د افغانستان د پخوانۍ اردو وسلې له منځه یوړې بلکې د افغانستان د نظامي تعلیماتو نظام او بنسټ یې هم له منځه یوړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist