دا د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته د افغانستان په تړاو د مسکو لومړنۍ ناسته ده.
دغه ناسته کې د ګډون لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی مسکو ته تللی.
تمه ده، چې په دغه ناسته کې به په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په تړاو بحث وشي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغې ناستې موخه داده، تر څو د افغانستان نوي حکومت ته له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو ته لاره هواره او نوی حکومت دې ته پرې نږدي، چې منزوي شي.
یاده ناسته طالبانو ته دا فرصت ورکوي، چې نړیوالو سره مخامخ خپلې غوښتنې شریکې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې بیا ویلي، چې د لوژستیکي ستونزو له امله امریکا نه شي کولی د افغانستان په تړاو د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
له دې سره تهران هم خبر ورکړی، چې د اکتوبر په ۲۷مه نیټه د افغانستان په تړاو لوی کنفرانس جوړوي.