Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: د مسکو ناسته د اسلامي امارت لپاره یو ښه فرصت دی

admin by admin
2021/10/18

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، د مسکو ناسته اسلامي امارت ته دا فرصت په لاس ورکوي،چې له نړیوالو سره مخامخ خپلې غوښتنې شریکې کړي.

د پوهنتون استاد فیض ځلاند وايي، یاده  ناسته چې د امریکا په شمول به په کې د سیمې لوی هېوادونه ګډون ولري،د سیمه ییزې اجماع له رامنځ ته کېدو سره به هم مرسته وکړي.

ځلاند وايي:« د مسکو ناسته مهمه ده. ماته ښکاري،د سیمې اجماع به رامنځ ته کړي،د اسلامي امارت دریځ به هم په کې راښکاره شي. یولسیز کسیز پلاوی د بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ پلاوی مسکو ته ځي. د سیمې د امنیت او ثبات لپاره به زیری ولري. دا ناسته به د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو په برخه کې مهمه ناسته وي.»

مسکو له دې وړاندې هم څو ځله د افغانستان د مسلې د حل لپاره  د اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو استازي ورته ناستو ته وربللي وو.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې د مسکو ناسته اسلامي امارت  ته  دا فرصت ورکوي،چې خپل دریځ په کې واضح کړي او مخامخ نړیوالو سره خپلې غوښتنې او اندېښې په دې نړیواله ناسته کې شریکې کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شېرحسن حسن وايي:« دابه ښه زمینه وي،چې  د طالبانو استازولي وکولای شي،خپل دریځ واضح کړي، له نړیوالو غوښتنې وکړي،د روان بحران په اړه چې قیمتي او بې کاري ده، مخامخ خپل مسایل شریک کړي.»

مسکو به د اکتوبر پر شلمه نېټه د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې ناستې کوربه وي،چې د بهرنیو چارو وزیرانو پر کچه رابلل کېږي او  د امریکا په ګډون د سیمې مهم هېوادونه په کې برخه اخلي.

روسیې د اسلامي‌امارت مشرانو ته هم بلنه ورکړې او ټاکل شوې ده،چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ یو باصلاحیته پلاوی مسکو ته لاړ شي.

له دې سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د بهرنیو چارو وزیرانو پر کچه د روانې میاشتې په وروستیو ورځو کې د یوې ناستې خبر ورکړی دی.

د ایران په کوربتوب دغه ناسته د روسیې له غونډې اووه ورځې وروسته جوړېدونکې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي:« ایران به د اکتوبر پر ۲۷  نیټه د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پر کچه  ناسته جوړ کړي. دا ناسته به په حضوري ډول ترسره کېږي. دا لومړی ځل دی،چې تهران د افغانستان په تړاو د داسې ناستې کوربتوب کوي.»

داسې ښکاري،چې اوس د افغانستان مسله تر ډېره سیاسي شوې او هېوادونه غواړي، د افغانستان پرسر یو له بل سره سیالي وکړي.

له طالبانو تمه دا ده،چې دغو ناستو ته دې د یوې سمې ډیپلوماسۍ سره لاړ شي،ترڅو ګټې یې د افغانستان پر لور راتاو کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist