ستانکزي زیاته کړه:« له سلو ټنو زیاته وچه مېوه، تازه مېوه، غالۍ، زعفران او لاسي صنایع، دوی وکولی شو،چې د منځنۍ اسیا له لارې استرالیا، اروپا، هالنډ او نورو هېوادونو ته ورسوي.»
ستانکزی وايي،هڅه کوي،د صادراتو او وارداتو برخه کې شته ستونزې حل او بهر ته د صادراتو کچه لوړه کړي.
د کابل ګمرک مشر محمد عبدالله بلال وايي،اوس مهال افغاني محصولاتو او صادراتو ته به بازار موندنه کوي او له یو شمېر هېوادونو سره یې خبرې روانې دي،چې له افغانستان سره سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
بلال وايي:« اسلامي امارت دې ته ژمن دی،چې زموږ د هېواد ټول صادرات او مېوې صادرې کړي او نورو هېوادونو ته یې ورسوي،هغه که اروپا ته وي، منځنۍ اسیا ته وي، او که نورو هېوادونو ته وي. دوی کوشش کوي،چې بزګران او سوداګر له اقتصادي مشکلاتو راوباسي او د دوی مېوې او نور سبزیجات په ښه بیه ورته وپلوري او به بهر ورته ښه بازار پیدا کړي.»
د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغان صادراتو د لېږد بهیر په تېر حکومت کې پیل شوی و،چې د سیاسي او نظامي بدلون سره هر څه پر ټپه ودریدل او دا دی یو ځل بیا پیل شول.