Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا اسلامي امارت له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ

امنیت شوراد افغانستان په تړاو ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/09

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ پر ۱۰ مه د یوې ناستې په لړ کې يو ځل بيا د تېرو ناستو پر دوام د افغانستان په تړاو بحث وکړي.

دغه ناسته به د ډنمارک پر مشرۍ چې په مارچ کې د امنیت شورا مشري پر غاړه لري، ترسره شي او په کې به د افغانستان د ښځو، سولې امنيت په اړه بحثونه وشي.

امنيت شورا په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، ټاکل شوې دغې ناستې ته د يوناما مشره هم د افغانستان د وضعيت په اړه له افغانستانه په آنلاین بڼه خبرې وکړي.

د اعلامیې یوه برخه:« تمه ده چې اوتونبایوا د افغانستان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د شورا غړیو ته تازه مالومات ورکړي. له دې وړاندې راپور څرګندوي چې د امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر قانون چې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اګست په میاشت کې نافذ شو، ښځې یې په نابرابر ډول تر اغېز لاندې راوستې دي او د دوی د تګ راتګ آزادي او اساسي خدمتونو ته لاسرسی یې نور هم محدود کړی دی. دا  ۲۰۲۴ د ډسمبر د هغې پرېکړې یادونه ده چې د نجونو او ښځو لپاره یې د طبي زده کړو دروازې وتړلې او دا پرېکړه توپیري چلن او د افغانستان د نړیوالو بشري حقونو له ژمنو سره مخالفه ده.»

د ښځو حقونو ملاتړې آصفه ستانکزۍ وايي:« په افغانستان کې د ښځو حقونو موضوع یوه له مهمو موضوعاتو ده او معمولا ً په دغه شان ناستو کې پرې خبرې کېږي. د فعلي نظام تر حاکمیت لاندې د ښځو د حقونو په اړه مهم ټکی دا دی چې له ښځو د ملاتړ او د هغوی د اساسي حقونو د تضمین لپاره اغېزناک ګامونه پورته شي.»

دا ناسته به د امنیت شورا د نویو غړیو، ډنمارک، یونان، پاکستان، پاناما او سومالیې لپاره لومړۍ موقع وي چې په افغانستان کې د بشري ناورین، سیاسي تعامل، د دوحې بهیر، ترهګریزو ګواښونو، کنګل شوې شتمنۍ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا او د یوناما ماموریت تمدید په اړه یې څرګندونې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا دغه راز ویلي: « د غړیو هېوادونو استازي ممکن د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روان تاوتریخوالي په اړه پوښتنې راپورته کړي. د سرمنشي راپور وايي، د راپور ورکولو په موده کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شپږ وسله ‌والې نښتې شوي چې پر پکتيکا د پاکستان هغه هوايي بریدونه هم په کې شامل وو چې لږ تر لږه ۴۵ ملکي وګړي په کې وژل شول.»

د سیاسي چارو کارپوه کمال سادات وايي: « هغه ټولې ناستې چې بېرون جوړې یا هغه ناستې چې افغانان په کې ګډون نه لري، که دا د ملګرو ملتونو یا د نورو نړیوالو سازمانونو پر سطحه هم وي، نه یوازې دا چې نتیجه نه لري بلکې افغانستان ته لانجې، بدختۍ، بې اتفاقۍ او بدمرغۍ راوړي.»

له بلې خوا، سرپرست حکومت وایي، په دې ناسته کې د موضوعاتو له مطرح کېدو وروسته به خپل نظر شریک کړي؛ خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، د پاکستان له لوري پر افغانستان شوي هوایي بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف دي او په دې ناسته کې بايد پرې بحث وشي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« پاکستان د افغانستان په تړاو ښه نیت نه لري. په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا پر افغانستان شوي هوايي بریدونه له نړیوالو اصولو خلاف عمل دی. بله خبره د یوناما د ماموریت ده، د دغه ماموریت تمدید د افغانستان لپاره مهم دی.»

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « کاشکي دغې غونډې ته د طالبانو د رهبرۍ کړۍ ته هم بلنه ورکړل شوې وای. ترهغو چې طالبان په خپله د دغو ټکو او بحرانونو د پای ته رسولو لپاره د ښو لارو موندلو پرېکړه ونه کړي، د نړیوالو ادارو او امنیت شورا یو طرفه پرېکړې د اجراء کېدو وړ نه دي.»

د امنیت شورا په اعلامیه کې تمه ښودل شوې چې د ناستې د یو شمېر غړیو هېوادونو استازي ښايي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو غوښتنه هم وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ادارې د روان کال د جنورۍ پر ۳۱ مه په راپور کې ویلي و چې سرپرست حکومت هېڅ قانوني حق نه لري چې دې شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist