Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوتونبایوا د سوله ییز افغانستان لپاره د ګډ کار او همکاریو هېله مندي ښودلې

اوتونبایوا: د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/09

د مارچ ۸ مه نېټه چې د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو د لګول شويو محدوديتونو په اړه غبرګونونه لاهم دوام لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا په دې ورځ ډاډ ورکړی چې دغه سازمان به په افغانستان کې د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ وي او په خبره يې، له عامه ژوند په تدریجي توګه د هغوی حذفولو کلکه غندنه کوي.

اوتونبایووا زیاته کړې: « سره له ټولو ستونزو، افغانې ښځې لاهم د خپلو ټولنو مشرۍ، جوړونې او ملاتړ ته دوام ورکوي. دوی د ژوند ژغورونکو روغتیايي او خوندیتوب خدمتونو وړاندې کوونکې دي، سوداګري پر مخ وړي، مدني ټولنې تنظیموي او د خپلو حقونو لپاره نه ستړی کېدونکی غږ پورته کوي. موږ به د افغانستان د ښځو مقاومت پیاوړي کولو لپاره خپلې ټولې هڅې جاري وساتو؛ ځکه چې دوی د یوه باثباته، هوسا او ټولشموله افغانستان کلیدي عنصر ګڼل کېږي.»

له دې سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مسووله  الیسن داویدیان وایي، ياد سازمان د افغان ښځو او نجونو لپاره داسې راتلونکی نه شي منلی چې په خبره يې د نړۍ هېڅ بل ځای کې یې د ښځو لپاره ونه زغمي.

 نوموړې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي، ترڅو د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي.

داویدیان وايي:« موږ د افغان ښځو او نجونو لپاره داسې راتلونکی نه شو منلی چې موږ یې د نړۍ هېڅ بل ځای کې د ښځو لپاره ونه زغمو. زموږ غبرګون د دې ازموینه ده چې آیا موږ واقعاً د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن یو؟ ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې شوي، خپلو مرستو ته یې دوام ورکړی او له خپلو همکارانو سره یو ځای به کار ته دوام ورکړي، ترڅو د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي.»

بله خوا د ملګرو ملتونو ښوونیزه او فرهنګي اداره (یونسکو) وایي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې په افغانستان کې له ۱۲ کالو پورته نجونې له زده‌ کړو منع شوې دي.

 د دوی په خبره، تر اوسه دغو محدودیتونو د ۱.۵ میلیونه افغان نجونو زده ‌کړې اغېزمنې کړې دي.

دغه اداره زیاتوي، یونسکو به په خپل ټول توان سره د دې وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې وکړي.

د یونسکو عمومي مدیرې اودري ازولای ویلي:« موږ په یو شمېر ولایتونو کې د ټولنې پر بنسټ د سواد زده ‌کړې ټولګي جوړ کړي. له بهرنیو پوهنتونونو سره مو د انلاین کورسونو تړونونونه کړې او د راډیو او ټلویزیون له لارې مو د زده ‌کړو او ښوونیزو پروګرامونو ملاتړ کړی. موږ غواړو د افغان ښځو غږ ته نړیوال انعکاس ورکړو، د دوی مبارزه وستایو او د نړیوالې ټولنې ملاتړ جلب کړو.»

خو د نړیوالو ادارو دې ټولو څرګندونو ته په ځواب کې د سرپرست حکومت مسوولین وایي، اوس‌ مهال د افغانستان ښځې له فزیکي او رواني پلوه په مصونیت کې ژوند کوي او په خبره یې سرپرست حکومت د اسلام په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ورکولو ته ژمن دی.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:« افغان مېرمنې زموږ میندې، خویندې، لورګانې او د ژوند شریکانې دي. کوم حقوق چې اسلامي شریعت ورته معرفي کړي، اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي. د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د اسلامي امارت اولویت دی. نن سبا افغان مېرمنې له فزیکي او رواني پلوه په بشپړ مصونیت کې ژوند کوي. د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې او هېڅوک نه شي کولی د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري. د اسلامي امارت محاکم او نور اړوند ارګانونه مکلف دي چې د ښځو د حقوقو په تأمین کې خپله ټوله هڅه وکړي؛ د هغوی د زوجیت اختیار یقیني کړي، د مهر او میراث حقوق ورته حاصل او د هغوی له ټولو حقوقو ساتنه او څارنه وکړي. د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغاني مېرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي، خو باید هېره نه شي چې موږ د افغان مېرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو چې له غربي ټولنې او د هغوی له فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري او باید د محاسباتو په وخت کې په پام کې ونیول شي.»            

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د تازه راپور پر بنسټ د تېر کال په سپټمبر میاشت کې اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ ژمنه کړې وه چې سرپرست حکومت به د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون د سرغړونو له امله؛ حساب ورکولو ته اړ باسي.

 دا بهیر ممکن د هاګ په نړیواله محکمه(آی.سي.جې) کې د افغانستان پر وړاندې د قضیې پرانیستل کېدو ته لاره هواره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist