هندي رسنۍ وايي، د نومبر میاشتې پر لسمه او یوولسمه نېټه هند د سیمې د ملي امنیت سلاکارانو پر کچه یوه ستره ناسته جوړه کړي، چې تمرکز به یې پر افغانستان وي.
هندي رسنۍ:«هند په پام کې لري، چې د سیمې ملي امنیت سلاکارانو پر کچه یوه ناسته جوړه کړي، چې تمرکز به یې پر افغانستان وي. دا ناسته به د راتلونکې میاشتې پر لسمه او یوولسمه نیټه په پلازمېنه نوې ډیلي کې جوړېږي. ناستې ته د چین او روسیې پر ګډون پاکستان هم وربلل شوی دی.»
هند باور کوي، چې پاکستان د طالبانو ترشا ولاړ او په سیمه کې یې مهم ملاتړی هېواد دی او له همدې کبله اسلامي امارت سره د اړیکو ساتلو لپاره زړه نه ښه کوي.
خو د هند او طالبانو ترمنځ لومړنیو مذاکراتو کې دغه هېواد ته باور ورکړل شوی، چې د هند او پاکستان ترمنځ به د اړیکو بېلانس یو برابر وي.
دوی د افغانستان په اړه دې ناستو ته خوښ دي او په دې باوري دي، چې دا ډول ناستې به د دې لامل شي، چې د طالبانو حکومت د نړیوالو له لوري پر رسمیت باندې وپېژندل شي.
د کندز پخوانی والی عمر ساپی وايي:« زه فکر کوم، که چېرې دا کنفرانس په واقیعت کې یو بین المللي کنفرانس وي، د نړۍ ټول مهم هېوادونه په کې ګډون وکړي، دا به د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې مهم ګام او لومړی قدم وي.»