Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حنفي: ازبکستان پر افغانستان برېښنا نه پرې کوي

admin by admin
2021/10/18

ازبکستان ته د رئیس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي پر مشرۍ پلاوي ډاډ ښودلی دی،چې ازبکستاني چارواکو ورسره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړي دي. 

حنفي ویلي،چې  د لومړنیو توکو، برېښنا او سوداګریزې راکړې ورکړې برخه کې د شته ستونزو حل ژمنه کړې او همداراز د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.

حنفي زیاته کړې:« په بېلابېلو برخو کي توافق شوی دی. ازبکستان د هرډول همکاریو ژمنه کړې ده. د لومړنیو توکولیږد په برخه کي له نورو هېوادونو څخه ترانزیټ او بریښنا په برخه کي همکار کوي.»

حنفي ویلي، ازبکستاني چارواکو ډاډ ورکړی دی،چې پر افغانستان به بریښنا نه پرې کوي.

حنفي زیاتوي:«د برېښنا په برخه کې یې ژمنه کړې،تر هغه وخته چي موږ امکانات پیدا کوو،ترڅو بېرته مصارف ورکوو، بريښنا نه پرې کوي.»

بل خوا د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال عمر زایوف ویلي، دواړو لوریو په اقتصادي، تجارتي،ترانسپوټ او وسپیني پټلۍ په اړه خبري کړي او د شته ستونزو پر حل لارو توافق شوی دی.

عمر زایوف زیاتوي:« موږ دواړو لوریو اقتصادي، تجارتي،ترانسپورټي،  انرژي او وسپینې پټلۍ په تړاو خبرې وکړې او د هرې برخې کاري ټیمونو دغو موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې درلودې. مناسبو حل لارو ته د رسېدو په موخه او یا هم دا چې په بل پړاو کې کوم کارونه وکړو،ترمنځ مو توافق وشو . اوس د ژمي فصل په مخکې لرو او زموږ افغان وروڼه لومړنیو توکو ته اړتیا پیدا کوي،په دې تړاو مو هم سره بحث وکړ.»

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا دوهم مرستیال ویلي، د پلخمري او سورخان د ریل پټلۍ د فعالولو په تړاو هم خبري شوي او د بلخ هوايي ډګر په برخه کې به تخنیکي مرستي وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist